د ګاونډیانو ناسالمې سیالۍ خوستي تولیدات ننګولي

سره له دې چې د خوست په یو شمېر وړو تولیدي فابریکو او کارخانو کې سلګونو کسانو ته د دایمي کار او مزدورۍ زمینه برابره شوې، خو یو شمېر موجودو ستونزو په خوست کې د صنعت او سوداګری د پرمختګ او پراختیا مخه نیولې ده.

په خوست کې د وړو فابریکو او کارخانو مالکان په یاد ولایت کې د دایمي برښنا نشتون، د صنعتي ښارګوټي نیمګړې چارې او افغاني تولیداتو سره د ګاونډیو هېوادونو د تولیداتو ناسالمه سیالي د خپل تولید پر وړاندې اساسي ستونزې بولي.

په خوست کې یو شمېر کارګران وايي، چې پخوا يې کار او کسب نه لاره، خو پدې ولایت کې د وړو تولیدي فابریکو او کارخانو په فعالیت سره دوی ته د دایمې کارزمینه برابره شوې ده.

هغوی د افغان حکومت څخه هیله کوي، چې په یاد ولایت کې په خصوصي سکټور کې د کارخونو او فابریکو پراختیا او پرمختیا ته مناسبې زمینې برابرې کړي.

په خوست کې د څښاک توکي لکه پیپسي، کولا، فانټا، ريډ انار، مرېنډا، جوس او نور همدارنګه د بسکټو د تولید د فابریکو دوه تنه کارګران زمان او رحیم وايي:

"اوس موږ ډېر خوشاله یو، چې په خوست کې دا ډول فابریکې روانې دي، اوس په کې کار کوو او پخوا وزګار ګرځیدو، د ټولو سوداګرو مې هیله داده چې هغوی هم دا ډول فابریکې راوړي، تر څو د خوارانو او غریبانو په کې کار روان شي.

رحیم: مخکې بیکاري وه د دې فابریکو په فعالیت سره موږ ته هم د کار زمینه برابره شوه، یانې دلته ډېر کسان مصروف شول، کچیرې دولت دې ته توجه وکړي، نو ډېر خلک به پکې مصروف شي."

د بسکټو د یوې تولیدي کارخانې مسوول نورزعلي خان وايي، د فابریکو او کارخانو له جوړولو سره په خوست کې د سوداګرو او پانګوالو دومره لیوالتیا پیدا شوې، چې ښايي په راتلونکې یو کال کې دا هر څه دوه برابره شي.

نورزعلي خان وايي:

"په خوست کې څلور د مشروباتو لويې فابریکې دي، کار پرې روان دی کیدای شي، شپږو ته ورسیږي، د کالي مینځلو، بدنیو د جوړولو، پاپړو او نورو کارخانو شمېر تر دوه سوه ډېر دی، دومره علاقه شته چې ممکن په یو راتلونکې کال کې دا شمېره څلورو سوو ته ورسیږي."

د کارخانو مالکان دا هم وايي، له هغه وخته چې په خوست کې د ځنو توکو تولید پیل شوی، دې لپاره چې د دوی کار زیانمن شي، ګاونډیو هېوادونو په ټيټه بیه بازراونو ته د یو شېر بې کیفیته توکو صادرول پیل کړي دي.

د نوشابه وو د وړې فابریکې مشر احمد وايي، چې د دوی د کار و بار د پرمختګ په مخکې غیر سالمه سیالي روانه ده.

نومړی وايي وايي:

"ګاونډیو هېوادونو ته مشکل دادی هغه ګټه چې دوی په خپلو هېوادونو کې لدې لاره پیدا کوله اوس هغه ګټه افغانستان ته ولاړه، نو دوی بار بار کوښښ کوي چې په افغانستان کې فابریکې ناکامې کړي."

بلخوا د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې د کارخانو مالکانو دا ستونزه او انديښنه په رسمي توګه دوی سره نده شریکه کړې، کچیرې حقیقت ولري، پدې برخه کې به ګمرک او سرحدي پولیسو ته په جدیت دندې وسپاري.

ښاغلی ځدارڼ وايي:

"تر دې دمه د فابریکو مالکانو پدې اړه موږ ته مراجعه نده کړې، کچیرې موږ د دې ستونزې په حقیقت پوۍ شو، نو موږ به پدې برخه کې د ګمرک او سرحدي پولیسو مسوولینو ته دنده وسپارو چې پدې برخه کې له جدیته کار واخلي."

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان که له یوې خوا صنعتي پرمختګونه د هېواد د اقتصادي زیربناء د تقويې لپاره ګټور بولي، خو بل لوري ته پدې برخه کې خپلسری د ملي اقتصاد په زیان ګڼي.

د اقتصادي چارو کار پوه نواب امیرزی وايي، په خوست کې ډېری فابریکې او کارخانې په خپل سر جوړې شوي او هغه قانوني مراحل يې ندي بشپړ کړي.

دا چې د قانوني پړاونو د بشپړولو ګټه يې څه ده، نواب امیرزی يې په اړه وايي:

"موږ خپل تولیدات باید په کلني بیلانس کې راولو، چې څومره تولیدات کوو، څومره مو اړتیاوې پوره کولای شي، څومره نورو ته ضرورت لرو، څومره خلک ورسره کار کوي، څومره معاشونه اخلي او نور څومره خلکو د جذب ظرفیت لري او مړی پیدا کړي."

د یادونې وړ ده، خوست کې د یو شمېر وړو تولیدي فابریکو په ګډون تر دوه سوه ډېرې کارخانې فعالیت لري، چې بیلابیل توکي تولیدوي او د نسبتاً ښه کیفیت له امله په ښار کې د نورو بهرنیو توکو په پرتله په ښه بیه خرڅیږي.

اوسمهال د خوست یو شمېر تولیدات په نږدې ولایتونو کې هم ښه بازار لري.