په خوست کې د ۲۴ فوټبال ټيمونو د ټورنمینټ پای لوبه وشوه

د شنبې ورځې ناوخته مازدیګر د خوست د مرکز او ولسوالیو د فوټبال د ۲۴ لوبډلو تر منځ د یو میاشتنیوسیالیو په پای کې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د زیړۍ ترخې او د مرکز اړوند د کونډیو د فوټبال لوبډلو تر منځ پای لوبه وشوه، چې د کونډیو د ټیم په ګټه پای ته ورسیده.

یادې لوبې ته چې د اړوندې ولسوالۍ او د مرکز څخه سلګونه د لوبو مینه وال،روڼ اندي او مشران ورغلي ول، دواړه لوبډلې يې تر پایه په چکچکو او ګرمو ولولو تشویقولې.

د لوبې یو تن تابیا کوونکي سردار شیرزي وویل، چې لدې لوبو څخه يې مهمې موخې داوې، چې د بیلابیلو ځوانانو تر منځ پېژندګلوي او ملګرتوب پیدا شي، روږدي ځوانان د نشو پر ځای سپورټ ته مخه کړي او ځوانان له هغو کړنو څخه وساتل شي، چې ولس او خاورې ته په زیان تمامیږي.

سردار شیرزی مشال راډیو ته وايي:

((د زیرړۍ ترخې ځوانانو لخوا دا ټورنمنټ په لاره اچول شوی وو، چې تقریباً یوه میاشت يې دوام وکړ، ۲۴ لوبډلو په کې برخه اخیستې وه، لدې موخه داوه چې ځوانان له نشه يي توکو راوګرځي او هغه کړنې چې د وطن او ولس په ضرر وي، لاس ځنې واخلي، ټورنمنټ ته هم زیړۍ ترخې ځوانان او د کونډیو لوبډله ووته، چې بریا د کونډیو د لوبډلې په برخه شوه.))

د فوټبال یاده سیالي د یو ګول په کولو سره د کونډیو د ځوانانو په ګټه پای ته ورسیده، د کونډیو د ګټونکې لوبډلې یو تن ځوان ورزشکار غوښتنه وکړه، چې د دوی د سالمې بوختیا او روغ صحت لپاره دې دا ډول سیالۍ نورې هم ترسره شي.

نوموړي وویل:

((نوم مې عبدالروف خاموش دی د کونډیو د لوبډلې دفاعي لوبغاړی یم، واقعاً دواړو ټیمونو ښه لوبه وکړه او دواړو ټیمونو ته يې مبارکي وایم، هغو کسانو چې دا ټورنمنټ يې په لاره اچولی وو، غوښتنه مو ځنې داده چې بار بار يې په لاره واچوي، هغه ځوانان چې نشو ته يې مخه کړې ده، د راګرځولو یوازینۍ لاره يې همدا سپورټ دی او بس.))

مدني فعال او د هېوادپال ځواک مرستیال ولي مت خان خادم چې د یادې سیالۍ د نندارې لپاره د زیړۍ ترخې سپورټي میدان ورغلی وو، دا ډول لوبې يې د بیلابیلو سیمو د ځوانانو په منځ کې د صمیمت او ملګرتوب د ایجاد لپاره په ګټه وبللې.

ولي مت خان خادم زیاته کړه:

((کومه لوبه چې ما ننداره کړه له شک پرته مې ډېر خوند ځنې واخیست، په ځوانانو کې اخلاص، صداقت او رښتینولي موجوده وه، لوبه يې په صمیمت پر یووړه، په خلکو کې ولوله وه او یو ډول مینه يې د یووالي او اتحاد لپاره درلوده، ښه خبره داوه چې پدې کې د مختلفو ولسوالیو لوبډلو لوبغاړو ګډون کړی وو، دا د دوی د پېژندنې لپاره هم یوه ښه زمینه وه.))

د یادونې وړ ده د خوست په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه زره ځوانان سپورټ کوي، که څه هم پخواوالیبال او ورپسۍ فوټبال د دوی د خوښې لوبې وې، خو پدې وروستیو کې کریکټ لوبې زیات مینه وال پیدا کړي او نږدې په هر کلي او قوم کې دا لوبه ډېره ترسترګو کیږي، د خوست زرګونه ځوانان د رزمي ورزش په کلپونو کې هم تمرینونه کوي.