دوی وايي، که څه هم د زده کوونکو نقدي مرستې د ښوونځیو او ټولګیو د ورځنیو ضرورتونو په پوره کولو لګیږي، خو لدې سربیره سوداګرو او شتمنو خلکو هم پدې موده کې د پوهنې له بهیر سره تر پنځه نیم میلیونه افغانیو ډېره مرسته کړې ده.
د لوګر والي حلیم فدايي مشال راډیو ته وايي، په یاد ولایت کې د شتمنو او سوداګرو لخوا هغه مهال د ښوونځیو او زده کوونکو سره د مرستو بهیر چټک شو، چې ځايي ادارې د تېر ښوونیز کال په نیمايي کې (یوه افغانۍ-یو ښوونځی) په نومد مرستو یو پروګرام پیل کړ.
حلیم فدايي زیاته کړه، لدې پروګرام څخه يې موخه ښوونځیو سره د ولسي همکارۍ د انګیزې او فکر رامنځته کول وو، چې د پام وړ نتیجه يې ورکړې ده.
د لوګر والي محمد حلیم فدایي وايي:
((د یوې افغانۍ یو ښوونځي اصلي هدف دادی چې ټول شتمن خلک وهڅوو او په ملت کې دا انګیزه ایجاد کړو، چې له معارف سره مرسته وکړي او معارف خپل ملکیت وبولي او پرینږدي چې ځنې خلک د معارف دروازې د دوی د اولادونو پر مخ وتړي.))
سید فرهاد اکبري هم د لوګر په هغه مخورو او متنفذونو کې دی، چې د یو ښوونځي لپاره يې کمپیوټر لب جوړ کړي او هم يې پوهنې بهیر سره د ۲۵ زره امریکايي ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
ده وویل، په هره ټولنه کې سوداګري او کاروبار ډاډمن امن ته اړتیا لري او د امن د راوستلو یواځنۍ لاره داده چې د پوهنې بهیر پراخه شي او نوی نسل د علم په ګاڼه سمبال شي.
فرهادي اکبري له سوداګرو وغوښتل چې د پوهنې له بهیر سره مرسته وکړي:
((ټولو ملي تجارانو ته مې دا پیغام دی که غواړي چې دوی خپل تجارت ترسره کړي، دوی ته امنیت ډېر مهم دی، کچیرې پوهنه وي نو ډېر ژر به امن راځي، نو د سوداګرو هیله کوم چې پوهنې ته پاملرنه وکړي، مرسته ورسره وکړي، خصوصاً د ښوونځیو کچه دې لوړه کړي، تر څو پوهنه وغوړیږي.))
بلخوا د لوګر د پوهنې رييس انجینر اکبر ستانکزی وايي، بوهنې بهیر سره مرستې ډېرې شوي او دوی سوداګر او مرسته کوونکي هڅولي دي، چې مرستې په خپل لاس ولګوي.
د پوهنې رييس د ځنو مرستو یادونه داسې وکړه:
((یوې ښځې په محمداغې ولسوالۍ کې څلور ټولګي په یو ښوونځي کې په خپل شخصي لګښت باندې جوړ کړي دي، انجینر سیدفرهاد اکبري یو کمپیوټر لب جوړ کړ، چې تر دې وروسته به دا زده کوونکي لدې کمپیوټر لب نه ګټه پورت کوي او خپل درسونه به دلته عملاً وايي.))
د لوګر د پوهنې ريیس انجینر اکبر د ښوونکو د تشکیل او تدریسي کتابونو کمښت او د ۱۱۷ ښوونځیو د ودانیو نشتون د هغو ستونزو په توګه یادوي، چې د خلکو تر وسه پورته دي او په ټوله کې يې برابرول د حکومت له مسوولیتونو څخه ګڼل کیږي.