په لوګر کې د کوچي قومونو یو شمېر مشران او سپین ږیري وايي، چې دوی د پاکو اوبو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو په ګډون له ډېریو اسانتیاوو بې برخې دي او له کړاوه ډک ژوندون تېروي.
دوی د خپلو اولادونو د راتلونکې ژوند په اړه هم اندېښنه څرګندوي او زیاتوي، هغوی بې هنره او بې تعلیمه لویږي او ممکن د اولادونو راتلونکې يې تر دوی هم ډېرې ستونزې او مشکلات ولري.
دوی یادې څرګندونې د سې شنبې په ورځ د لوګر د ځايي چارواکو سره د خپلو ستونزو او شریکولو په یوه غونډه کې وکړې.
دوه تنه کوچیانو حاجي بادین او کتاب ګل مشال راډیو ته خپلې ستونزې داسې وړاندې کړې:
((د کوچیانو، نارینه، ماشومان او جینکۍ دا ټول بې سواده دي، نو که حکومت موږ سره رښتیا کمک کوي موږ ته باید د وړوکو او نجونو مکتبونه راکړي، تر څو زموږ کوچیان هم د تعلیم له لارې یو شی زده کړي.
نوم مې حاجي کتاب ګل دی، اول خو مالداری تباه شوې، دویم د ژوند مشکلات زیات شول، بې سواده پاتې یو، ځمکې نلرو دا يې بله، ټول کوچی بې سواده پاتې ده که یو نیم مکتب ورته جوړ شي، کلینک راته جوړ شي چې خدای مو لږ بینا کړي.))
د کوچیانو مشران وايي لوګر کې خو څه نا څه دوی ته توجه شوې، مګر په نورو ولایتو کې کوچیانو ته هېڅ ډول پاملرنه، نه کیږي.
د کوچیانو یو مشر وايي:
((نوم مې محمدسالم نعیم زوی دی، په ټول افغانستان کې یواځني کسان چې څوک يې غم نه خوري هغه کوچیان دي، رابه شم دې ته چې په لوګر کې کوچیان یو شل فیصده مکتب او کلینیک ته لاسرسۍ لري، خو په نورو ولایتونو کې هيڅ امکانات هم نلري.))
د لوګر د ولایتي شورا یو تن غړی عدالت عبدالرحیمزی هم د کوچیانو ستونزې تایدوي او د افغان حکومت غواړي، چې د نورو قومونو په شان په یاد ولایت کې د کوچیانو د ټولنیز او اقتصادي ژوندانه د ښه والي لپاره کار وکړي.
بل لوري ته د لوګر والي حلیم فدايي د کوچیانو ستونزې او د دوی د مشرانو غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي، چې د کوچیانو لپاره یو کمیسیون موظف شوی او یاد کمیسیون به د راتلونکې اونۍ وروسته منظمې ناستې پیل کړي.
د لوګر والي زیاتوي، کمیسیون ته دنده سپارل شوې، چې د کوچیانو ستونزې مالومې او هغوی ته د امکاناتو د برابرولو لازمې لارې چارې ولټوي.
ښاغلي فدايي وویل:
((موږ په لوګر ولایت کې د کوچیانو د بیلابیلو قومونو له مشرانو سره غونډه دایره کړه، د دوی په ډېریو ستونزو کې یوه د ځمکو مساله وه، معارف او صحت برخو کې يې ستونزې وې او د ځمکو په اړه د پخوانیو فرمانونو اجراء وو، موږ به له نوې اونۍ هغه کمیسیون چې د کوچیانو د ستونزو په باب جوړ شوی فعالوو او د دوی ستونزو ته به پر وخت رسیده ګي کوو.))
د لوګر یو مدني فعال عبدالرحمن تسل چې د کوچیانو د حقوقو د خوندي کولو په یو شمېر فعالیتونو بوخت دی وايي، چې پدې وروستیو کې کوچیانو ته د ژوندانه ځنې اسانتیاوې برابرې شوې، خو دا اسانتیاوې ډېرې کمې دي او افغان حکومت دې، کوچیانو ته خپله توجه ډېره کړي.