دا خبرونه تر هغه وروستو شوي چې د نوښار پوليسو پخواني صوبايي وزير او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرېټري ميا افتخار په نوم يو خط جاري کړی وو چې پکې هغه ته د پام کولو ويل شوي وو.
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسېن د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل، له کله چې د دوی حکومت ختم شوی نو له هغې ورځې ورته ورکول کېدونکې دړکې ختمې نه شوې او اوس ورسره شپږ پوليس سپاهيان موجود دي کوم چې په څه وخت کې صوبايي حکومت بيرته ترې اخېستي هم وو.
د نوښار پوليسو له خوا جاري شوي خط په اړه ميا افتخار حسېن وويل چې دا ځل د پوليسو له خوا لېږل شوي خط باندې نه خو د حوالې نمبر شته او نه يې نېټه معلومه ده خو د پوليسو له خوا ورته په ټيليفون دا پخلی شوی چې دا خط دوز ورلېږلی دی.
"په دغه خط کې دا ليکل شوي چې د ځان خيال ساته، خپل جومات ته مه ځه، حجره کې د ورتلونکیو کسانو تلاشي اخله، بس ساده مطلب يې دا دی چې اختر مه کوه. زما حجره ډېره وړه ده چې ګاډی کله تر حجرې راورسي نو بيا پکې څه پاتې نه وي. بله دا چې زما ځای په دې لحاظ سره داسې غېرمحفوظه هم دی.
د عوامي نېشنل ګوند مرکز جنرل سېکرېټري وويل چې په عام حالاتو کې ورسره د پوليسو کوم ګاډی نه وي خو چې کله غم ښادۍ له ځي نو بيا پوليسو ته خواست کوي چې نور سپاهيان ورته ورکړل شي.
د نوښار پوليس تاڼې يوه چارواکي نصرالله هم د چارشنبې په ورځ د دغه خط پخلی وکړ او و يې ويل چې دوی ته د راتلونکې وړوکي اختر پر موقع ميا افتخار حسېن د خطرې کوم خبر نه دی راغلی خو دوی غواړي چې د اختر په ګڼه کې د عوامي نېشنل ګوند مشر ته ورکړل شوي پوليس اهلکار بېدار وي چې کومه بده پېښه رامنځ ته نه شي.
"دا د دې لپاره دي کوم پوليس دوي ته ورکړل شوي د دې نه کار واخلئ. په اختر کې ورله رخصت مه ورکوئ او حجرې ته راتلونکو خلکو باندې نظر وساتئ نوره داسې کومه د خطرې خبره نه شته"
د پوليسو دغه چارواکي زياته کړه چې دوی اوس د ميا افتخارحسېن په نوم يو بل خط هم جاري کوي چې پکې د دې خبرې يادونه شوې چې هغه دې په اختر کې د خپل امنيت خيال وساتي.
د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند شاه فرمان سره چې کله په دې اړه رابطه وشوه نو هغه وويل چې تر دې دمه دوی ته هېڅ داسې خبر نه دی راغلی خو بيا هم پوليس او استخباراتي ادارې خپل کار کوي.
د ذکر ده چې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سېکرټري مياافتخارحسېن ته تر دې وړاندې هم د بيلا بيلو وسله والو له خوا دړکې ورکړل شوي او په ۲۰۱۰م د جولايۍ پر ۲۷مه نېټه د هغه په حجره يو ځانمرګي بريد اته کسان په داسې حال کې وژلي وو چې کله خلک د هغه د يواځیني زوي راشد حسېن د دعا لپاره حجرې ته راتلل. راشدحسېن تر هغه بريد دوې ورځې وړاندې وسله والو په ډزو وژلی وو.