خوستوالو د افغان حکومت د اوبو د مدیریت کولو له برنامې ملاتړ وکړ

د سې شنبې په ورځ د خوست قومي مخورو او مدني فعالانو د یوې غونډې له لارې د افغانستان د اوبو او نورو طبعي سرچینو د مدیریت کولو په اړه د افغان حکومت د پالیسیو او هڅو ملاتړ وکړ.

دوی د ایران ولسمشر حسن روحاني د تیرې اونۍ د هغو څرګندونو هم غندنه وکړه، چې ویلي يې ول، ایران په افغانستان کې د کمال خان، سلما او کجکي بندونو د جوړولو په اړه بې تفاوته نشي پاتې کیدای.

د ناستې ویناوالو ویل د افغانانو لخوا د خپلو طبعي سرچینو څخه ګټه اخیستنه او پر هغو د زیربنايي پروژو پلي کېدل د دوی تر ټولو کوچنی حق دی او پردي په کې د مداخلې حق نلري.

د غونډې یو تن ګډونوال دیني عالم مولوي محمدعارف عرفان مشال راډیو سره په خبرو کې د سیمې پر هېوادونو په ځانګړې ډول د افغانستان پر ګاونډیانو غږ وکړ، چې د افغانستان په سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو کې دې له هر ډول مداخلو لاس واخلي.

مولوي عرفان زیاته کړه،د نړۍ په ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو باندې غږ کوم چې د افغانستان ټولې طبعي شتمنۍ د افغانانو حق دی، هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې یا د افغانستان د طبعي زیرمو د مدیریت په مسایلو کې مداخله وکړي.

ده زیاته کړه هېڅوک حق نه لري چې د افغانستان په قلمرو کې، د دولت په درې ګونو قواوو کې، په تشکیلاتو کې او د افغانستان په ملي او سیاسي هدفونو کې لاسوهنه وکړي..

قومي مشر حاجي منډاییر وايي افغانستان یو خپلواک او ازاد هېواد دی او د نورو نړیوالو په شان يې اوسیدونکي حق لري چې د خپل هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره له خپلو ټولو طبعي، مادي، بشري او معنوي امکاناتو څخه مثبته ګټه واخلي.

حاجي منډاییر وویل، زموږ افغانستان خپلواک او مستقل هېواد دی، که له موږه څوک دا هیله لري چې تاسو بندونه مه جوړوئ، نور کارونه مه کوئ، پرمختګ مه کوئ دا موږ ته په هېڅ ډول د منلو وړ نه ده، دا خلک که نه وي یا سبا دا به راپورته کیږي او موږ به خپل هېواد په خپله جوړوو.

په خوست کې د افغان حکومت د اقتصادي برنامو څخه د حمایت غونډه د ولسي ملاتړ د برنامې له لخوا رابلل شوې وه.

د یادې برنامې مشر محمدالله تړون د طبعي سرچینو د مدیریت په برخه کې د افغان حکومت پالیسۍ او هڅې بریالی وبللې او ويې ویل پدې سره افغانستان د برښنا، صنعت او کرنې په برخو کې پر ځان بسیا کیدلای شي.

محمدالله تړون زیاته کړه،که موږ خپلې اوبه مدیریت کړو او برښنا ولرو نه د برښنا په نتیجه کې به دلته ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت وکړي او په نتیجه کې به زموږ اقتصاد پرمختګ وکړي، دا بندونه زموږ سره مرسته کوي چې ډېرې ځمکې خړوبې کړو او خپل زراعتي حاصلات پورته بوځو.

ده وویل،د اوبو د مدیریت په برخه کې د ولسمشر برنامې کاملاً بریالی دی، ځکه د اکثرو بندونو لپاره يې بودجه هم پیدا کړې او قراردادونه يې هم لاسلیک کړي دي، دا په دې مانا چې کار عملاً شروع شوی دی، سلما بند جوړ شو، د کمال خان بند په درېیم پیز کار روان دی، د کنړ بند قرارداد يې د چین هېواد سره لاسلیک کړ.

ویل کیږي په افغانستان کې د طبعي سرچینو د مدیریت کولو د مسالې د راپورته کېدو سره په څنګ کې، پدې وروستیو کې د افغان حکومت پر ضد یو شمېر سیاسي ایتلافونه او حرکتونه د داسو شخصیتونو او ګوندونو لخوا جوړ شوي او یا د جوړیدو په حال کې دي، چې هغوی عملاً د موجوده حکومت یوه برخه دي او مهمې سیاسي چوکۍ لري.

یو شمېر کتونکي وايي د دې حرکتونو څخه د ځینو په جوړښت کې يې بهرني لاسونه موجود دي.

د چارو کتونکي کمال الدین ځدراڼ وايي، حکومت باید د بعضو سیاسیونو له دا ډول مقطعي حرکتونو انديښنه ونلري، بلکې د ولس یووالي ته دې پاملرنه وکړي.

کمال الدین ځدراڼ وړاندې وویل، ملت بیدار شوی، د ولس په څنګ دا ډول واړه ایتلافونه دا هېڅ هم نشي کولای، په دې کې د رهبری په خپلو مشرانو هم غږ کوو، چې دوی دې د ملت په یووالي کې عملاً قدمونه اوچت کړي، د دې وړو خبرو دې ویره نه کوي، ځکه د دوی په څنګ کې ولس ولاړ دی.

په غونډه کې خوست والي پوهندوی حکم خان خبیبي وویل، اوبه په اوسنۍ نړۍ کې د تېلو تر څنګ د اقتصاد، زراعت او صنعت په پرمختګ کې مهمه ونډه لري او له همدې کبله تر دې وروسته باید د افغانستان د اوبو وړه برخه هم بې ځایه ضایع نشي.