په خوست کې د پولیسو له کړنو د خلکو رضایت ډېر شوی

د خوست قومي مخور، مدني فعالان او خلک د نورو امنیتي ادارو تر څنګ له پولیسو غوښتنه کوي، چې د جنايي جرمونو او د ګاډو د تښتولود پېښو د مخنیوي همدارنګه په ښار کې د ټرافیکي ګڼه ګوڼې د کنټرول په اړه خپل فعالیتونه جدي کړي.

د خوست قومي مخور، مدني فعالان او خلک د نورو امنیتي ادارو تر څنګ له پولیسو غوښتنه کوي، چې د جنايي جرمونو او د ګاډو د تښتولود پېښو د مخنیوي همدارنګه په ښار کې د ټرافیکي ګڼه ګوڼې د کنټرول په اړه خپل فعالیتونه جدي کړي.

دوی یادې غوښتنې نن د سې شنبې په ورځ د ټولنې لخوا د پولیسو د غوره چلند د څارنې پروګرام په ناسته کې وکړې.

بلخوا د خوست د امنیه قوماندانی چارواکي د خلکو غوښتنې پر ځای بولي خو وايي، چې د پولیسو ډيرې چارې خلکو سره تړلي او د ټولنې په منځ کې دي، نو پدې اساس يې غوښتنې او نیوکې هم ډېرې وي.

د ټولنې لخوا د پولیسو د غوره چلند د څارنې پروګرام مشر رحمت ګل احمدي په ناسته کې د پولیسو له فعالیتونو څخه د قومي مخورو د څار ډلې ځنې موندنې د ګډونوالو سره داسې شریکې کړې:

((پدې ولایت کې د ورځ تر بلې ډېریدونکي نفوس ته په کتو د لاس پلورونکو او وسایطو د زیاتوالي سربېره په ښار کې په کافي اندازه د پارکینګونو نشتون هغه څه دي، چې په ښار کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه زیاته کړې ده، همدارنګه عام خلک بیا د وسایطو د غلاوو او جنايي پيښو د زیاتوالي په اړه انديښنه څرګندوي، له اړوندو ادارو غواړي چې په اړه يې جدي اقدامات ترسره شي او همدارنګه د تورو ښیښو موټرونو او غیري مسوله وسله والو کسانو مخه ونیول شي.))

​بلخوا خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مني چې پولیسو کې به ستونزې وي، خو تر ډېره امنیتي ادارو په یاد ولایت کې د اکثرو پېښو مخنیوی کړی او خوست د هېواد په کچه بیلګه ییز دی.

ښاغلی غیرت زیاتوي:

((ځنې وختونه د پولیسو څخه شکایتونه موجود وي او کله نا کله حقیقت هم وي، ځکه چې پولیسو د خلکو سره سر وکار دی، له یوې خوا په جنګ کې ښکیل دي او بل لوري ته د عامه نظم د ټېنګولو دنده لري، د تذکرو ورکول، پاسپورټ، جواز سیر، جنګ، دعوه د غلو نېول، د نشه يي توکو پر ضد مبارزه دا ټول هغه مسایل دي، خلکو سره شپه او ورځ ګډ دي.))

​مفتي حبیب الرحمن خوستی چې د پولیسو پر چارو د څار د کمیټې غړی دی وايي، پولیسو په ټولو برخو کې د دوی غوښتنې منلي او خلک د دوی له کړو وړو رضایت لري:

((د خوست د امنیه قوماندان او د دوی د منسوبینو کړه وړه د خلکو په استازیتوب زموږ د تائید وړ دي، په اینده کې هم دوی نه غوښتنه لرو چې ولس سره اړیکې نورې هم ډېرې کړي.))

په خوست کې د چارو یو تن کار پوه نصیراحمد روښان د پولیسو، امنیتي ادارو او خلکو تر منځ د اړیکو په ټېنګولو کې دا ډول ناستې ګټورې بولي:

((دا ډول ناستې د پولیسو او خلکو تر منځ په اړیکو فوق العاده ښه تاثیر لري، پولیس خپلو دندو او مسوولیتونو ته متوجه کوي، او تر څنګ يې په ډله ییزه توګه په هغو مسایلو بحث کیږي، چې نا امنۍ ایجادوي یا د خلکو د عامه ژوند پر وړاندې ستونزې ایجادوي.))

د غونډې په پای کې د ټولنې لخوا د پولیسو د غوره چلند د څارنې پروګرام لخوا لسو تنو پولیسو ته چې په دندو کې يې له ځانه وړتیاوې ښودلې وې، په ایوارډونو تقدیر شول.

که څه هم په خوست کې یو شمېر خلک ځنې وختونه د پولیسو پر کړنو نیوکې کوي، خو په ټوله کې کتونکي پدې باور دي، چې په وروستیو کلونو کې د پولیسو ټولیزې وړتیاوې لوړې شوي او تر یوه بریده يې د خلکو رضایت خپل کړی دی.