ویناوال: انساني قاچاق په افغانستان کې مهمه ستونزه ده

اقتصادي ستونزې، سیاسي او امنیتي ننګونې، بیکاري او په کورونو کې تاوتریخوالی هغه لاملونه دي، چې په ځانګړي ډول د افغاني ټولنې ځوان کهول نا مصوونه او له ګواښونو ډکو مهاجرتونو ته اړ باسي.

ویناوالو یادې څرګندونې په خوست کې د انساني قاچاقو پر وړاندې د مبارزې لپاره د خلکو د پوهولو او هڅولو په یوه ناسته کې وکړې.

د یادې ناستې یو تن تابیا کوونکي فرهاد صافي د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د انساني قاچاقو موضوع په هغو سرحدي ولایتونو کې ډېره ده ، چې نا امنۍ او بیکارۍ په کې موجودې دي.

فرهاد صافی ټينګار کوي چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د انساني قاچاقو موضوع جدي ده او باید د دې مسالې پر زیانونو خلک وپوهول شي.

په همدې حال کې د خوست د جنايي جرمونو پر وړاندې د ادارې مشر شیرداود ارین وايي، چې په یاد ولایت کې انساني قاچاق نشته، خو هغه جرمونه شته چې په انساني قاچاقو کې شمېرل کیږي.

ښاغلی ارین زیاتوي:

((دا چې خوست یو سرحدي ولایت دی، که څه هم موږ د انساني قاچاقو ستونزه نه لرو، خو انساني قاچاقو ته ورته پيښې زموږ سره ثبت دي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شته، اطفال درنو کارونو ته اړ شوي دي، یا د جنسي ځورونو په اړه او یا داسې نورې بیلګې چې انساني قاچاقو پورې تړاو لري، د شلو واقعو په ارتباط مو ۲۰ مظنونین نیولي او مربوطه څارنوالیو ته مو ورپيژندلي دي.))

که څه هم د خوست د عدلي او کشفي ادارو چارواکي په یاد ولایت کې انساني قاچاق جدي مساله نه بولي، خو بل لوري ته په همدې خوست کې داسې ځوانان شته چې د انساني قاچاقو د پدیدې قرباني شوي دي.

نورالله چې عمر يې تر اتلسو کلونو لږ دی، د همدې ځوانانو له ډلې دی.

هغه د یو قاچاق کوونکي په هڅونه په غیر قانوني بڼه د ایران له لارې ترکیې ته د تګ هڅه کړې ده.

ده چې درې شپې ایران او بیا درې شپې له ایرانه د ترکیې تر پولې له خطرونو ډک سفر کړی وايي، چې په سرحد کې ایراني پوځیانو ونیول او سخت وهل ډبول يې ورکړل.

تر نیول کیدو وروسته د دوی بېرته راستنیدنه هم له خطرونو ډکه وه، ځکه ایراني پوځيانو په یوه دښته کې خوشي کړي ول.

نورالله وغوښتل هغه ځوانان چې خپل ژوند ورته ارزښت لري، د قاچاقبرو په غوړو او خوږو خبرو دې نه غولیږي او خپل سر دې په خطر کې نه اچوي.

په ناسته کې یو شمېر حکومتي مسوولینو هم ګډون کړی وو، د ولایت مقام د بشري سرچینو د برخې رييس نقیب الله متونوال وویل، چې د انساني قاچاقو یو لامل اقتصادي ستونزې دي، چې ځوانان په غیر قانوني او غیر مصوونو لارو نورې نړۍ ته مجبوروي، خو دې کار لپاره هم د یو شمېر زیربنايي پروژو په ګډون دولت په ځینو اساسي پلانونو کار کړی دی.

دی وايي، که څه هم د افغانستان په شان جګړه کې ښکیل هېواد ته به اسانه نه وي، چې ډېر ژر لدې ستونزو ځان راوباسي، خو د نورو کلونو په پرتله اوسمهال له هېواده د ځوانانو فرار تر نیمايي هم کم شوی دی.

بل لوري ته کتونکي وايي، چې په خوست کې یو شمېر داسې خلک شته چې ځوانان په قاچاقي لارو اروپا او نورۍ نړۍ تګ ته هڅوي او پرته له دې چې کورنۍ يې په جریان کې وي، هغوی له ځانونو سره بیايي.

د دوی په وینا ځینې داسې کورنۍ له مودو د خپلو اولادونو د مرګ او ژوند د احوال په تمه دي.