'ځاځي میدان کې امن شته، خو ټولنیزې اسانتیاوې نشته'

د خوست ځاځي میدان سرحدي ولسوالۍ چې د امنیت له پلوه د افغانستان په کچه بې ساري ګڼل کیږي ، خو له دې سره، سره ډېری اوسیدونکی يې بې وزله او د ژوندانه له اړینو اسانتیاوو بې برخې دي.

د یادې سیمې اوسیدونکی وايي چې د کاري فرصتونو د نه شتون له کبله اړ دي، چې یوازې د مزرین صنعت په لږه ګټه د کورنیو وخت تیري وکړي.

د ځاځي میدان د سیمې اوسیدونکی سیلاب ځاځی مشال راډیو ته وايي، چې سړکونه يې خراب دي، زیاتره اوسیدونکي يې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ نه لري، د ښوونځیو يې ودانۍ نه شته او د کرنې او مالداری برخې ته يې هم پاملرنه نه ده شوې.

سیلاب ځاځی زیاتوي:"ځاځي میدان یوه پراخه ولسوالي ده، مشکلات دادي چې سړکونه تاسو په خپله ولیدل چې څومره خراب دي، موږ په ټول ځاځي میدان کې دوه کلینکونه لرو، چې امکانات يې په نشت حساب دي، دې خوا ته اسکندره، الګاډه، ډېری میله، اکا کلی، حسن خېل او دڼي دا کلینکونه نه لري، ښوونځي مو تعمیرونه نه لري، زموږ سیمه د مالداری د ودې لپاره ډېره مساعده ده، نو فارمونه يې نشته، حتی د چرګانو فارمونه په کې نشته، نو دولت نه مو غوښتنه ده چې زموږ لپاره بعضې پروژې په کار واچوي."

سیلاب ځاځي وویل، حکومت دې هلته داسې پروژې تر لاس لاندې ونیسي، چې خلکو ته په کې کار پیدا شي او سیمه هم پرمختګ وکړي.

د محمداصف په نوم د ځاځي میدان د اسکندرې کلي اوسیدونکی وايي چې د دوی ډېره اړتیا د سړک ده، ځايي اداره يې هر کال د جوړیدو ژمنه کوي، خو تر اوسه يې هغه د سروې او ډیزاین چارې هم نه دي بشپړې شوې.

محمد اصف وویل:"زموږ د خلکو کار یوازې بزګري ده او له مزرو دومره ډوډۍ پیدا کوي، زموږ د اسکندرې سړک تېر کال پوخ منظور شوی دی، حتی له هغې یو کال مخکې بودجه کې هم وو، خو تر اوسه يې نه سروې شوې، نه ډیزاین شوی او نه يې کار پیل شوی دی، موږ د حکومت نه دا کلکه غوښتنه ده چې د دې سړک سروې وکړي او په جوړولو يې ژر پیل وکړي، ځکه له دې اړخه خلک د ډېرو ستونزو سره مخامخ دي."

د خوست د پوهنې رييس نصیر احمد روښان په یاده ولسوالۍ کې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې مني او زیاتوي، چې دوی په ځاځي میدان کې د ښوونې روزنې په برخه کې د خلکو اړتیاوې تشخیص کړي او د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې به ورته توجه وکړي.

بلخوا د خوست چارواکي وايي، چې ځايي اداره ځاځي میدان ته پاملرنه لري او هلته يې ځنې مهمې پروژې تر کار لاندې نیولي دي.

د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني وايي، چې څو ورځې مخکې د یاد ولایت مشرتابه هغه سیمې ته سفر کړی وو او د خلکو غوښتنې او ستونزې يې راټولې کړې دي.

دی وايي، تېر کال يې په ځاځي میدان کې یو شمېر ښوونځیو ته چاردیوالۍ جوړې کړې، لس نیم کیلومتره خامه سړک چې په مسیر کې يې درې منځني پلونه او نور واړه پلچکونه ول، په اساسي ډول جوړ کړل.

د خوست مرستیال والي وویل، چې په ځاځي میدان کې د وحشي زیتونو د پیونولو یوه پروژه او د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د یو کانال پر جوړولو هم کار پیل شوی دی.

ځاځي میدان ډیورند کرښې ته څېرمه د خوست د مرکز شمال ختیز لوري ته خواوشا پنځوس کیلومتره لیرې پرته ولسوالي ده، چې زیاتره سیمې يې غرونو پوښتلي او کمې کرنیزې ځمکې لري، خلک يې له اقتصادي پلوه کمزوري دي او شنونکي پدې باور دي، لکه څرنګه چې د ځاځي میدان خلکو د خپلې ولسوالۍ امنیت ساتلی، حکومت يې هم باید د خلکو د ژوندانه ښه کولو ته بیلابیل پروګرامونه پلي کړي.