په خوست کې د OHPM یا د روغتیا د ادارې او پرمختیا موسسې لخوا یولس هغه فرعي روغتیايي مرکزونه له لمریزې برښنا برخمن شول، چې دوه میاشتې مخکې په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې فعال شوي دي.
د سې شنبې په ورځ یادو مرکزونو ته د لمریزې برښنا د سیستمونو د سپارلو په غونډه کې د عامې روغتیا چارواکو وویل، چې پدې سره به، په روغتیايي مرکزونو کې په ټاکلي حرارت د واکسینو، صحي وسایلو او دواء درملو د ساتلو همدارنګه د رڼا او سړې هوا لپاره دبرښنا اړتیا پوره شي.
مسوولینو زیاته کړه، د دې یولسو فرعي روغتیايي مرکزونو سربیره هغو کلینکونو ته هم د لمریزې برښنا سیستم خریداري شوی، چې تر اوسه يې منظمه او څلرېشت ساعته برېښنا نه درلوده.
د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي مشال راډیو ته وویل، چې د لمریزې برښناپه فعالولو سره به روغتیايي مرکزونه څلرېشت ساعته برښنا ولري او د واکسینو د خوندي ساتلو تر څنګ به ناروغانو او د کلینکونو روغتیايي پرسونل ته اسانتیاوې رامنځته شي.
ډاکټر ګل محمدالدین زیاته کړه، یادو مرکزونو ته درمل او طبي لوازم له مخکې لیږل شوي او روغتیايي پرسونل هم ورته ګمارل شوی دی.
د روغتیا د ادارې او پرمختیا موسسې په دې اقدام سره د یادو روغتیايي مرکزونو مسوولین خوښي څرګندوي.
د ډاکټر محمد اسماعیل په نوم د تڼیو د ورژلې د فرعي روغتیا مرکز مشر وايي، چې په لمریزې برښنا د دوی د مرکز سمبالول به دوی سره مرسته وکړي، چې له یوې خوا واکسین، وسایل او دواء درمل وساتي، بل لوري ته د دې له رڼا او په ګرمۍ کې له پکو څخه به يې ډاکټران، ناروغان او ناروغ لرونکي ګټه واخلي.
ډاکټر اسماعیل زیاته کړه:
((موږ به پدې واسطه وکړای شو، چې واکسین په ټاکلي حرارت درجه کې وساتو، د دې په واسطه د سکشن له ماشین څخه استفاده وکړو، د برښنا له رڼا څخه ګټه واخلو، همداشان برق پورې نور ډېر تړلي کارونه دي، لکه بادپکه، چې ډاکټران، ناروغان او ناروغ لرونکي به ورڅخه استفاده کوي، مخکې دا اسانتیا موږ نلرله.))
د OHPM موسسې مشر عبدالولي زړه سواند وايي، چې دوی ۴۱ روغتیايي مرکزونه لري او پدې برنامه کې يې ، هغو مرکزونو ته هم د سولر یا لمریزې برېښنا سیستم برابر کړی، چې پخوا يې څلريشت ساعتهبرېښنا نه درلوده.
ده وویل، پدې سره په مرکزونو کې د واکسینو په ګډون هغو درملو د ساتلو امکانات برابر شي، چې باید په سړه هوا کې وساتل شي.
د خوست په ډېریو روغتیايي مرکزونو کې د طبي وسایلو او عصری ټکنالوژۍ، همدارنګه دواء درملو کمښت، په ځينو سیمو کې د روغتیايي مراکزو د معیاري او اساسي ودانیو نشتون، په غیر رسمي وختونو کې د خدمتونو نه وړاندې کول او ورته نورې هغه ستونزې دي، چې رسنیو ته ورڅخه ډېر وخت د خوست اوسیدونکي شکایت کوي.
کتونکي وايي، کچیرې بنسټیز روغتیايي مرکزونه، بشپړ روغتیايي مرکزونه، بشپړ پرمختللي روغتیايي مرکزونه، د ولسوالیو روغتونونه او ولایتي روغتون په منظم ډول خپل فعالیتونه تنظیم کړي او روغتیا وزارت هم خوست ته د نفوسو په پرتله د خدمتونو منظوري ورکړي، نو د روغتیا په برخه کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې به تر ډېره راکمې شي.