خوست - د سیمې اوسېدونکي او چارواکي وايي، د جولای پر اوومه، شپې مهال ځانګړو ځواکونو د باک ولسوالۍ د پهلوانخېلو په کلي کې عملیات کړي دي چې پکې د یوې کورنۍ پینځه کسان ووژل شول او یو ژوبل شو.
د یکشنبې پر ورځ (جولای ۰۸) د خوست د والي مرستیال عبدالواحد پټان د ولایتي ملکي او پوځي چارواکو د یوه پلاوي په مشرۍ د پېښې پلټنې په موخه سیمې ته ورغلی وو.
ده مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي د یوې کورنۍ غړي ول.
دی وايي، په وژل شویو کې یو د پوهنتون محصل، دوه ملایان، یو د ټیکسي ډرېور او پینځم یې هم د هغې کورنۍ غړی دی.
پټان وايي، ورسره په پلاوي کې د خوست امنیه قومندان، د ملي امنیت لومړی مرستیال او د سولې د ولایتي دفتر یو چارواکی شامل وو.
نوموړي زیاته کړه چې خلکو د وژل شویو جسدونه د ولسوالۍ مخې ته وروړي ول او د خوست او ځاځي میدان تر منځ لاره یې تړلې وه خو د دوی په قناعت ورکولو یې مړي خاورو ته وسپارل او احتجاج یې پای ته ورساوه.
چارواکو د پېښې د پلټنو لپاره یو پلاوی جوړ کړی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله ور په برخه کېږي. تر دې مخکې هم د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې په پوځي عملیاتو کې ولسي وګړي وژل شوي او ژوبل دي.
افغان حکومت ویلي دي چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي اقدامات کوي.