د لوګر باسواده ځوانان کارونه غواړي

د لوګر تعلیم لرونکي ځوانان او د پوهنتونونو فارغان وايي، چې دوی ته په حکومتي ادارو کې د کار کولو زمینې نه برابریږي.

دوی زیاتوي، کله چې د ځینو حکومتي پوستونو لپاره رقابتي ازموینې اخیستله کیږي، په ازموینو کې هغه کسان بریالي کیږي، چې چارواکو سره يې خپلوي وي او یا قوي واسطې ولري.

دوی یادې څرګندونې نن د دو شنبې په ورځ د ځوانانو د کاري فرصتونو د ایجاد په باب د غونډې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې.

مدني فعال نورمحمد عابد وویل، اوس په ځوانانو کې لسګونه داسې کسان شته، چې په داخل او بهر کې يې تر لیسانس او ماسټری پورې زده کړې کړي او د معاصرې ټکنالوژۍ او د مدیریت له ښو مهارتونو برخمن دي، خو حکومتي ادارو ته نه جذبیږي.

ښاغلي عابد زیاته کړه:

''په لوګر کې د ځوانانو پر وړاندې لویه ستونزه داده هغه ځوانان چې لیسانس او ماسټری لري یا يې له بهره ماسټری راوړي بیکاره ګرځي، نو وړاندیز کوم، چې نوي ځوانان دې حکومتي ادارو ته جذب شي، تر څو شته ستونزې ختمې شي، ځکه پخواني مامورین یا جسماً کمزوري دي او د اوسنۍ ټکنالوژۍ سره بلد نه دي.''

د پوهنتون یو تن فارغ سیدرحیم مسکین یار غوښتنه کوي، چې سیمه ییزه اداره دې چې د بستونو لپاره په رقابتي پروسه کې شفافیت مراعت کړي او داسې شرایط دې برابر کړي، چې په رښتیا حق حقدار ته ورسیږي:

''زه او هغه ځوانان چې له پوهنتونونو فارغ شوي یو، دوی ټول دا هیله او امید لري، چې پدې دولت کې کار وکړي او وطن ته خدمت وکړي، له حکومت نه غوشتنه داده چې د کار زمینه راته برابره کړي، هغه بستونه چې اعلانیږي، شفافیت په کې مراعت شي او حق حقدار ته ورسیږي.''

د نظر خاوند عاشق الله اخلاصیار هم وايي، چې پدې وروستیو کې د بیکاری کچه لوړه شوې او ډیری هغه ځوانان چې تحصیل لري یا بې تعلیمه دي، دواړو ته د کار پوره زمینې نشته.

دی وړاندیز کوي کچیرې حکومت او مرستندویه ادارې د دوی لپاره د حرفوي یا وړو کسبونو د زده کړې پروګرامونه پلي کړي، نو هغه ډیری اقتصادي ستونزې به يې ورسره حل شي.

ښاغلي اخلاصیار په مشخص ډول د خیاطۍ، نجارۍ، ګیلکارۍ، نلدوانۍ او برقی توب کسبونه یاد کړل، چې زده کړه يې اسانه او د کار په بازار کې ورتهاړتیا ډېره ده.

بل لوري ته د لوګر والي انورخان اسحق زی وايي، چې ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرول يې له مهمو موخو څخه دي.

دی زیاتوي، ځايي اداره به په نږدې وخت کېد ولایت په کچه ټول خالي بستونه ازادۍ سیالۍ ته وسپاري:

''زموږ هغو ځوانانو چې زحمتونه يې ایستلي او کوښښ يې کړی دی باید هڅه وکړو چې د کار زمینې ورته برابرې کړو، زه به خپلو مسوولینو سره کینم، کوم خالي بستونه چې دي هغه به اعلانوو او دوی به د ازاد رقابت له لارې مقرریږي او خپل وطن ته به مصدر د خدمت ګرځي.''

د لوګر والي زیاتوي، په ټوله نړۍ کې دا د امکان وړ نه ده، چې یوازې دولت دې ټولو کسانو ته په خپل چوکاټ کې کار ورکړي، نو کچیرې شتمن او پانګوال افغانان له بهره خپلې پانګې هېواد ته راوړي او دلته پانګونې وکړي، نو په ځانګړي ډول روڼ اندو او مسلکي ځوانانو ته به په کې کاري فرصتونه ډېر شي.