د خوست یو شمېر بې وزله ښځې به زده کړې او کسبونه حاصل کړي

د سې شنبې په ورځ په خوست کې یو شمېر بې وزلو او کونډو ښځو لپاره چې د کورنیو د نفقې مسوولیتونه پر غاړه لري، د پردې جوړولو، ګلدوزی او خیاطۍ د زده کړو ۶ میاشتنۍ پروګرام پیل شو.

د دې برنامې په چوکاټ کې به د کسبونو تر څخه ښځو ته د لیک لوست زده کړې هم ورکول کیږي.

د یاد پروګرام په پای کې به فارغانو ته ، د خپل کسب مطابق وسایل او یوه اندازه نقدې پيسې هم ورکړل شي.

په خوست کې د بې وزلو او کونډو ښځو لپاره د کسب او زده کړو دا شپږ میاشتنۍ پروګرام چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری په مالي لګښت جوړ شوی، ۶۰ تنه ګډونوالې لري، چې د غرمې د ډوډۍ او کلي ته د تګ راتګ په خاطر به، هره میاشت څلور زره افغانۍ معاش ورکول کیږي.

د برنامې یوې تنې مسوولې کامله اکبري مشال راډیو ته وویل، چې د پروګرام په پنځمه او شپږمه میاشت کې زده کوونکو ته د یوې-یوې جوړې د ګنډلو په بدل کې (۱۸۰) افغانۍ هم په پام کې نیول شوي دي.

اغلې اکبري وايي، چې پدې برنامه کې به ښځو ته لیک لوست هم ورزده شي.

نوموړې زیاته کړه:

((پدې پروګرام کې به ښځې تعلیم او کسبونه یو ځای زده کوي، په حرفوي زده کړو کې ګلدوزي ده او همدارنګه خیاطي او پرده دوزي په کې ده او په ضمن کې به دوی لیک لوست زده کوي، د دې پروګرام شپږ میاشتې ده، په پنځمه او شپږمه میاشت کې به دوی ته په هره جوړه یو سلو اتیا افغانۍ هم ورکول کیږي.))

بل لوري ته د ښځو لپاره د حرفوي زده کړو دوې ګډونوالې نرګس او راضیه وايي، چې دوی د کار او کسب د نشتون له کبله د ژوند ډېرې ستونزې ګاللې دي.

دوی غوښتنه کوي، چې یو نسیار دې دوی ته یو داسې پروګرام جوړ کړي، چې د خپلو اولادونو تر لویدو په کې دایمي کار او بوختیا ولري:

((نرګس: موږ ډېر خوشاله یو چې دا پروژه زموږ غریبانو لپاره منظوره شوې ده، د غریبۍ په وجه موږ باندې ډېر تکلیفونه تېر شوي دي، دلته موږ ته ښه شرایط برابر شوي، دادی خیاطی کوو، ګلدوزي کوو، پردې جوړوو، دا ټول کسبونه موږ ته منظور شوي دي.

راضیه: موږ ته دې یو داسې ځای جوړ کړي، چې یو څو کاله په کې کار وکړو، کله چې زموږ اولادونه لوی شي، بیا انشاالله احتیاجي نشته، کله چې دوی تعلیم وکړي، پوهنتون ووايي، بیا نو زموږ مزدوریو ته حاجت نه پاتې کیږي.))

په خوست کې د بې وزلو او کونډو ښځو لپاره د حرفوي زده کړو شپږ میاشتنۍ پروګرام ډاکار موسسه پرمخ بیايي.

د یادې موسسې ولایتي مسوول انجینر محمدسعید وايي چې د پروګرام فارغانو ته به په پای کې د خپلو کسبونو اړوند د کار وسایل او د مستقلو کارونو د پیل لپاره نهه-نهه زره افغانۍ هم ورکول شي.

ښاغلي سعید وړاندې وویل:

((د دغې پروژې مالي لګښت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری لخوا ورکول کیږي، د کورس په پای کې به فارغینو ته د ابزارو بسته هم ورکول کیږي، د دې لپاره چې دوی مستقل کار وبار پیل کړي، د خامو موادو د اخیستلو لپاره هم نهه زره افغانۍ ورکول کیږي.))

دا پداسې حال کې ده، چې نږدې یوه اونۍ وړاندې هم په خوست کې د میشتو ۱۲۰ وزګارو او بې کسبه وزیرستانیو کډوالو لپاره د موټرسایکلو د ترمیم، د اوبو د نلدوانۍ، خیاطۍ او ګلدوزی په څلورو برخو کې د کسب د زده کړو ورته پروګرام پیل شوی وو.