په خوست کې هم د شري ضد واکسینو ۱۰ ورځنۍ کمپاین پیل شو

په خوست کې د واکسين کولو کمپاين.

د شنبې په ورځ د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په خوست کې هم ماشومانو لپاره د شري ضد واکسینو لس ورځنۍ کمپاین پیل شو.

د عامې روغتیا ځايي مسوولین وايي، چې د واکسینو پدې کمپاین کې به د یاد ولایت ۳ لکه پنځه زره هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې د نهو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې وي، د شري واکسین ورکړل شي.

د خوست د عامې روغتیا مسوولینو له خلکو غوښتنه وکړه، چې خپلو ماشومانو ته د واکسینو د تطبیق په برخه کې د دوی له ټیمونو سره همکاري وکړي.

د خوست د عامې روغتیا رييس ډاکټر حبیب شاه انصاري مشال راډيو ته وویل، د عامې روغتیا وزارت په هرو درې کلونو کې یو ځل د شري د ناروغی د خطر د راکمولو لپاره سراسري د واکسینو کمپاین ترسره کوي، چې پدې دوره کې به د ټول هېواد ۱۳،۸ میلیونه ماشومان چې عمرونه يې د نهو میاشتو او لسو کلونو تر منځ دي واکسین شي.

ده وویل، په خوست کې به هم پدې کمپاین کې څه دپاسه درې لکه ماشومانو ته د شري واکسین ورکړل شي.

حبیب شاه انصاري زیاته کړه:

((انشاالله موږ به د عامې روغتیا د کارمندانو، رضاکارانو او واکسیناتورانو په واسطه په ټول خوست کې تر ۳ لکه څه دپاسه ۵ زره پورې ماشومان چې عمرونه يې د ۹ میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې وي، واکسین کړو، غوښتنه مو هم له علماء کرامو او د ټولنې له مخورو څخه داده چې زموږ له ټیمونو سره مرسته وکړي تر څو هر کلي، جمې او هجرې ته ځان ورسوي، تر څو موږ د شري واکسین په ښه ډول خوست کې تطبیق کړو او په راتلونکې کې د دې وژونکې ناروغی څخه خپل ګلالي ماشومان وژغورو.))

شری د ماشومانو د مړینې یو مهم لامل دی، چې د همدې ناروغی د اختلاطاتو له امله منځته راځي، روغتیا پالان وايي که ماشوم د شري واکسین وانخلي نو پدې ناروغی اخته کیږي او د خپل چاپیریال لسګونه نور ماشومان هم پرې اخته کوي.

یو تن معالج ډاکټر ګل احمدشاه د شري د ناروغی د څرنګوالي په باب وايي:

((شری یوه ساري، وایروسي او وژونکې ناروغي ده چې د تنفسي خطراتو په واسطه د ترینجي، ټوخي او نږدې تماس له لارې د ناروغ انسان څخه روغ کس ته انتقالیږي، کچیرې اختلاطات ورکړي، نو د ناروغ د مړینې سبب هم کیدای شي، دا له ۳-۱۲ ورځو پورې دوره لري، خو په اخري درې ورځو کې ډېره تیزه ساري او انتقالي بڼه خپلوي.))

مفتي مولانا عبدالواسع سعید وايي، چې له دیني اړخه د ماشومانو د واکسینو په باب خلکو ته دوه مسوولیتونه متوجه دي، یو دا چې دا د هرې ټولنې برخلیک او راتلونکیماشومانو پورې اړه لري او دویم د ماشومانو روغتیا ته پاملرنه زموږ ګډ ټولنیز مسوولیت هم دی.

مفتي سعید زیاته کړه:

((د ماشومانو د واکسین کولو یو مکلفیت مودادی چې دوی په راتلونکې کې له ښې روغتیا څخه برخمن وي، ځکه دوی پورې د ټولنې راتلونکی برخلیک تړلی دی، دویم موږ ټول په ګډه یو ټولنیز مسوولیت لرو، نو دا چې ماشومان د راتلونکی ټولنه ده، نو موږ ته په کار دي چې ټولنې ته یو سالم قشر وړاندې کړو، نو مسوولیت مو دادی چې د هغوی صحت ته پوره توجه وکړو.))

​د یادونې وړ ده چې د شرې بیماری تر معرفي کیدو د مخه په نړۍ کې هر کال شل ملیونه ماشومان اخته کیدل، چې په ۱۹۸۰ ز کال کې ۲،۶ میلیونه ماشومان د واکسینو د نه رسیدو له کبله خپل ژوند دلاسه ورکړ، چې اوسمهال د دې واکسینو د تطبیق پر مټ دا شمېره ۷۳ زره ماشومانو ته راښکته شوې ده.

د افغانستان د روغتیايي ادارو د رپوټ پر بنسټ تېر لمریز کال کې پدې هېواد کې۲۵۳۳۵ پېښې رپوټ شوي، چې ۴۳۸ يې اختلاطي وې او ۶۸ ماشومانو ته په کې مړینه اوښتې وه.

که څه هم د شري بیماري کومه ځانګړې درملنه نلري، خو د عامې روغتیا وزارت غواړي چې د شري د خطر د راکمولو په موخه د څو راتلونکو کلونو په لړ کې د دې واکسینو د پوښښ کچه په ورځني پروګرام کې ۹۵ سلنې ته ورسوي، چې دا د دې بیماری د مخینوي غوره شاخص بلل کیږي.