د جمعې په شپه د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او ولایت مقام لخوا په ګډه د سلیمان غر دودیزه مېله او کلنۍ مشاعره جوړه شوه.
یادې مشاعرې ته د پکتیکا سربیره له پکتیا، خوست، کابل، غزني او ارزګان ولایتونو څخه هم یو شمېر شاعران او فرهنګیان ورغلي ول.
د مشاعرې په پیل کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت پدې خوشالي څرګنده کړه، چې په هغه ځای کې ګڼ فرهنګیان راټول شوي او پدې پیچلو او ستونزمنو امنیتي شرایطو کې نورو ته خوشالۍ ورکوي.
په دې پروګرام کې د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هم وویل، چې یاده مشاعره د ځايي فرهنګیانو په مرسته او د ولایت مقام په هر اړخیزې همکارۍ جوړیږي او لدې لارې هېوادوالو ته د امن، پرمختګ، پوهنې، زغم او یووالي پیغامونه ورکول کیږي.
په مشاعره او دې فرهنګي ناست کې لسګونه شاعرانو د رباب د ترنګ په ملتیاد شپې تر ناوخته خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه چې ډیری يې هېواد، سولې او یووالي ته ویل شوي ول، واورول چې د حاضرینو لخوا په تودو چکچکو او ولولو بدرګه کېدل.
په مشاعره کې یو شمېر نورو فرهنګیانو هم په خپلو خبرو کې کلنۍ مشاعرې او نور هنري او فرهنګي پروګرامونه د ځوانانو د انسجام، د هغوی د تعلقاتو د ډېریدو او د هغوی تر منځ د همکارۍ د فضاء د ایجاد لپاره ګټور وبلل او هیله يې وکړه، چې ولایتي اداره دې دا ډول پروګرامونه نور هم ډېر کړي.
د افغانستان د نورو سیمو په شان په پکتیا کې د نښتر، په خوست کې د چنار او لوګر کې د سنځل ګل کلنۍ مشاعرې جوړیږي، چې د ځايي فرهنګیانو سربیره په کې د هېواد د بیلابیلو سیمو فرهنګیان او شاعران ګډون کوي.