حبیبي: ټولو حکومتي ادارو ته د ودانیو جوړول په پام کې دي

که څه هم په وروستیو کلونو کې هڅه شوې، چې د خوست په مرکز کې د حکومتي ادارو د ودانیو ستونزې راکمې شي او مامورینو ته مناسب کاري چاپیریال برابر شي، خو ځايي چارواکي وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به په ولسوالیو کې هم د ادارو د ودانیو او وسایلو د کمښت ستونزه حل کړي.

دوی یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ د خوست په اداري کمپلیکس کې د نشه يي توکو پر ضد ریاست لپاره د نوې ودانۍ په پرانیسته کې وکړې.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، د مامورینو لپاره خوندي چاپیریال یوه مهمه اړتیا ده او همدې ته په کتو ولایتي ادارې هڅه کړې، چې دا ستونزه تر ډېره بریده حل کړي.

دی وايي، چې په راتلونکو کلونو کې به د ولسوالیو په کچه هم هغو حکومتي ادارو ته ودانۍ جوړې او نور کاري او اداري وسایل به ورته برابر کړي، چې اړتیا يې موجوده وي.

خوست والي زیاته کړه:

((مصون چاپیریال د کارمندانو لپاره یو اړین ضرورت دی او موږ په وروستیو کلونو کې هڅې کړي چې خپلو اداراتو دې ستونزو ته پر وخت رسیده ګي وکړو، چې خوشبختانه تر ډېره بریده دا ستونزه حل شوې ده، زه د پروژو پر جدي نظارت باندې ټېنګار کوم، که څه هم پدې اړه یو منظم سیستم وجود لري، خو بیا مې هم د اداراتو نه غوښتنه داده چې د پروژو د تطبیق نه پر خپل وخت څار او نظارت وکړي.))

په خوست کې د نشه يي توکو پر ضد ریاست لپاره نوې وداني چې د لسو میاشتو په موده کې د اړوند وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د نږدې څوارلس نیم میلیونه افغانیو په لګښت په دوه پوړونو کې په اساسي ډول جوړه شوې، د مامورینو لپاره مناسبې ادارې خونې او نورې اسانتیاوې لري.

د یاد ریاست رييس نجي الرحمن همدرد وايي، پخوا يې د ریاست وداني نه درلوده، نو لدې کبله اړول چې یو او بل ځای ته کوچ کشۍ وکړي، چې له کبله به يې اسناد او نور وسایل زیانمیدل.

ده وویل:

((په تېر کې موږ خپل تعمیر نه درلوده، بیلابیلو ځایونو ته مو کډې کولې، اسناد او مدارک به مو غیر منظم ول، د دغه اداري تعمیر په جوړولو سره به تر ډېره بریده زموږ ادارې ستونزې حل شي، موږ به د یو ښه کار ماحول خاوندان به شو او خپلې دفتري چارې به په یو ښه او منظم سیسټم سره پرمخ بوځو.))

په خوست کې د نشه يي توکو پر ضد ریاست یو تن مامور اجمل قاسمي هم وايي، چې د دې تعمیر په جوړیدو سره به د دوی د فعالیتونو په اجراء کې ښه والۍ راشي.

یاده دې وي، د خوست اداري کمپلیکس چې یوه لسیزه وړاندې د ښار لویدیز لوري کې د امریکې د پوځ په چوکاټ کې د ولایتي بیارغونې ټیم لخوا جوړ شوی، اوس په کې ډېریو ولایتي ادارو ته ودانۍ جوړې شوي دي.

د خوست اوسیدونکي غوښتنه کوي، چې د خلکو د اسانتیا لپاره ټولې حکومتي ادارې یاد کمپلیکس ته ولیږدول شي.