'د خوست تولیداتو ښه بازار موندلی'

د خوست صنعت کاران وايي، چې د دوی تولیداتو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ښه بازار پیدا کړیدی.

دوی زیاتوي، کچیرې افغان حکومت په خوست کې صنعت کارانو او پانګوالو ته د فعالیت لازم شرایط برابر کړي، نو له یوې خوا ورسره د افغانستان اقتصاد پیاوړی کیږي او بل لوري ته به زرګونو کسانو ته د کار او مزدورۍ دایمي زمینې هم برابرې شي.

د خوست صنعتکارانو یادې څرګندونې نن د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته په یاد ولایت کې د صنایعو او کانونو د خونې په پرانیسته او د خوست د صنعتي تولیداتو په یو ورځني نندارتون کې وکړې.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسوولین په خوست کې د دې خونې د پرانیستې موخه پدې هېواد کې د کورنيو تولیداتو د ودې او د صادراتو د ډېریدلو لپاره د صنعتکارانو هڅونه ښيي.

د دوی په وینا، څو کاله مخکې افغانستان یو بشپړ وارداتي او مصرفي هېواد وو، خو اوس افغان حکومت او نورې خصوصي ادارې هڅه کوي، چې دا هېواد په یو تولیدي او صنعتي ملک بدل شي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو د عامل هیات ريیس رحیم الله سمندر وویل، د افغانستان د څلورو لویو ولایتونو کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار وروسته يې ځکه په خوست کې د صنایعو او کانونو د خونې پرانیسته وکړه، چې پدې ولایت کې همدا اوس ۲۳۰ صنعتي فابریکې او کارخانې همدارنګه تر ۵۰۰ زیات د چرګانو فارمونه چې یو شمېر يې معیاري او سټنډرډ جوړ شوي، فعالیت لري.

رحیم الله سمندر زیاتوي:

''دا مهال د خوست په فابریکو او کاخانو کې خوراکي توکي بسکټ او شریني باب، غیر الکولي مشروبات، صفاء اوبه، پلاستیکي توکي، ظروف او د ډوډۍ د خوراک لپاره بیلابیل شیان، فرنیچر، میزونه او چوکۍ، یخ، د پلاسکو لوښي چې تولید يې په نورو ځایونو کې ډېر لږ دی او وینځونکي توکي لکه پوډر او صابون تولیدیږي.''

رحیم الله سمندر وايي، ډېر ژر به په خوست کې د فابریکو او کارخانو د جوړولو لپاره پر صنعتکارانو ځمکې وویشي او له رهایشي سیمو به شته کارخانې هم صنعتي پارک ته ولیږدوي.

سمندر وړاندې وايي،په صنعتي پارک به صنعت کارانو ته برښنا، کانالیزاسیون سیستم، سړک او نورې اسانتیاوې برابرې شي او بیا به د خوست د تولیداتو لپارهیو بیل بازار جوړ شي.

د خوست د ولایتي شورا یو تن غړي نورشاه نوراني مرکزي او ولایتي ادارو ته وړاندیز وکړ، چې د خوست د صنعتکارانو لپاره د فعالیت او امنیت لازم شرایط برابر کړي، چې نور پانګوال هم د صنعت په برخه کې پانګې اچونې ته وهڅول شي.

د خوست دوه تنه صنعتکاران وايي، چې د دوی کاروبار په لنډه موده کې پرمختګ کړی او تولیدات يې خلک ډېر خوښوي، نو له همدې کبله ده چې د افغانستان په یو ښارونو کې يې ښه مارکیټ پیدا کړی دی.

دوی زیاتوي:

((نوم مې رييس دی، د جاوید چنار دکاخانې مسوول یم، زما د فابریکې له فعالیت څخه درې کاله تیریږی، انشاالله په ټول افغانستان کې زموږ مارکیټ ډېر ښه پرمخ روان دی.زما نوم حاجي کیمیاګل د مزه جوس د شرکت مسوول یم، زموږ له تولیداتو خلک ډېر خوښ دي، په ټولو ولایتونو کې خلک ډېر خوښوي، د حکومت څخه موږ د امنیت غوښتنه کوو، موږ ته په صنعتي پارک کې د کارخانې لپاره ځمکه راکړل شي، چې موږ خپل ماشینونه هلته نصب کړو.))

د خوست اوسیدونکي هم په یاد ولایت کې صنعتي تولیدات باکیفیته او ارزان بولي.

مدني فعالې نعت بي بي عمري، چې له نورو ښځو سره یو ځای يې د نندارتون ننداره کوله، له کورنیو هیله وکړه، چې داخلي او د خوست تولیدات وکاروي.

د دې په وینا چې د کورنیو تولیداتو بیه او کیفیت ښه دي او پدې سره د هېواد اقتصاد هم پیاوړی کیږي.

په خوست کې د صنایعو او کانونو د خونې او نندارتون د پرانیستې لپاره د کابل څخه په راغلي پلاوي کې یو شمېر ملي پانګوال او د فابریکو مالکان هم ول.

په کابل کې د سرحد د فابریکې رييس حاجي ظریف ګل ځدراڼ وايي، دوی د خوست څو فابریکې عملاً وکتې او یو شمیر تولیدات په نندارتون کې ویني، کچې یفیت يې ډېر ښه دی او هیله يې وکړه، چې دې ولایت کې صنعت نوره هم پرمختګ وکړي.

ده د خوست له چارواکو ګیله وکړه، چې د دوی په پروګرام کې يې برخه وانخیسته.

یاده دې وي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې یوازې د یوې ورځې لپاره د اسیا بنسټ لخوا د ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې د پنځو ښوونځیو د نجونو زده کوونکو د لاسي تولیداتو نندارتون هم جوړ شوی وو.