له هلمند ولایته د ولسي جرګې ټاکنو لپاره کاندید عبدالجبار قهرمان نن چارشنبه په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک ازادۍ راډیو ته وویل چې ښاغلی قهرمان نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې په لښکرګاه ښار کې په خپل دفتر کې غونډه درلوده چې د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو او اووه نور کسان سخت ټپیان شول.
د هلمند پولیسو یوې سرچینې ویلي چې باروت د عبدالجبار قهرمان په څوکۍ کې اېښودل شوي ول.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د افغان دولت مخالفو وسله والو طالبانو د هغه د وژنې ذمه واري منلې ده.
عبدالجبار قهرمان په ولسي جرګه کې د هلمند استازی او په هلمند کې د افغان پوځیانو اوپراتیفي قوماندان پاتې شوی دی.
د ولسي جرګې انتخابات د را روانې شنبې په ورځ ترسره کېږي، خو د کمپاینونو پر مهال په چاودنو او بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا لس کاندیدان او ګڼ ولسي افغانان وژل شوي دي.
دا هم وګورئ: جبار قهرمان د پرامنه هلمند هیله وښودله