د طاهر داوړ جسد پېښور کې خاورو ته وسپارل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د طاهر داوړ جسد خاورو ته وسپارل شو

پېښور او پراګ - د نومبر پر ۱۵مه، په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو افسر طاهر داوړ د جنازې دوه لمونځونه وشول.

لومړی، ماښام مهال، د پاکستان لوړپوړو چارواکو او پولیس افسرانو یې جنازه وکړه او ماخوستن شاوخوا ۱۰ بجې یې کورنۍ، خپلوانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او غړو په ګډون، ګڼو خلکو په حیات اباد کې د جنازې لمونځ وکړ او بیا یې هم هلته جسد خاورو ته وسپاره.

داوړ د اکتوبر پر ۲۷مه له اسلام اباده ورک شو او د نومبر پر ۱۴مه یې پاکستانیو چارواکو د مړینې تصدیق وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر هغې ورځ په یوه بیان کې وویل چې افغان چارواکو ورته ویلي چې د داوړ مړی له ډېورنډ کرښې سره نېږدې په ننګرهار ولایت کې موندل شوی.

تر دې وروسته، په ننګرهار کې قامي مشرانو پر تورخم د پاکستان چارواکو ته له جسد سپارلو انکار وکړ او د نومبر پر ۱۵مه چې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ په مشرۍ قبایلي مخور ورغلل نو مړی یې هغوی ته وسپاره.

دا هم وګورئ: پاکستاني وزيراعظم د طاهر داوړ د وژلو پلټنو امر کړی

محسن داوړ د نومبر ۱۵مې پر ماخوستن تر جنازې وروسته مشال راډیو ته وویل چې پر تورخم یې چې جسد تر لاسه کړ نو د پاکستان د کورنیو چارو ریاستي یا د مملکت وزیر شهریار اپریدي په مشرۍ حکومتي پلاوي ورڅخه واخیست، لواړګي ته یې یووړ او بیا یې په هېلېکاپټر کې پېښور ته ورساوه.

خو اپریدي د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو له وزیر شوکت یوسفزي او د طاهر داوړ له ورور سره یو ځای خبري غونډې ته وویل، حیران دی چې د پاکستان د پولیسو یوه لوړپوړي افسر مړی په افغانستان کې څنګه موندل شوی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

طاهر داوړ څوک وو؟

اپریدي تور پورې کړ چې پر تورخم ورسره افغان چارواکو مناسب چلند ونکړ.

هلته د طاهر داوړ زوی امجد داوړ پر فېسبوک په خپره کړې ویډیو کې پر پاکستاني حکومت انتقاد کړی.

ده تور پورې کړ چې کله تورخم ته روان وو نو چارواکو یې پر مخ لار وتړله چې له کبله یې ده دوه ساعته پلی مزل وکړ.

په عین وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم ماخوستن تر جنازې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې پوښتنې پورته کړې او ویې ویل چې طاهر داوړ څه د پاسه دوه اوونۍ ورک وو او سرکار غلی وو.

دا هم وګورئ: د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه

هلته د قبایلي سیمو بېلا بېل مشران چې جنازې ته ورغلي ول، له حکومته یې د طاهر داوړ د ورکېدو او وژلو د بې طرفه او شفافو پلټنو غوښتنه وکړه او د داوړ د زوی امجد داوړ په ګډون ځېنو نورو وویل چې دا تحقیقات دې پر نړیوال کچ وشي.

خو د کورنیو چارو ریاستي وزیر شهریار اپریدی زیاتوي: "دا ډېره حساسه موضوع ده. تر هغو چې منطقي انجام ته نه وي رسېدلې، بیان بازي ورباندې نه ده په کار. له دې سره نورې پوښتنې پیدا کېږي."