د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني وزيراعظم د طاهر داوړ د وژلو پلټنو امر کړی


د پاکستان وزيراعظم د وژل شوي پوليس افسر طاهر داوړ د وژلو سمدستي پلټنو امر کړی دی.

عمران خان د نومبر پر ۱۵مه نېټه پر خپل ټويټر ليکلي چې د اېس پي طاهر خان د وژلو ټکان رسونکې پېښه يې تعقيب کړې ده او په دې لړ کې يې د خيبر پښتونخوا حکومت ته حکم کړی چې د سمدستي پلټنو لپاره دې د اسلام اباد له پوليسو سره رابطه وکړي.

نوموړي زياته کړې چې د کورنيو چارو د مملکت وزير شهريار اپرېدي ته يې ويلي چې په بېړنۍ توګه دې پر پلټنو نظر وساتي او ژر تر ژره دې هغه ته رپورټ وړاندې کړي.

له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ په پاکستان کې دننه د پولیس مشر طاهر داوړ د وژلو پلټنه نه مني. نوموړی پر خپل ټویټر لیکي، دی پوهېږي چې زموږ پلټونکې ادارې له ځینو زورورو تپوس نه شي کولی نو پر دې اساس د پلټنو لپاره د وزیر اعظم عمران خان امر ردوي. محسن داوړ کاږي چې د طاهر داوړ په وژنه کې اوس دوه هېوادونه ښکېل دي، نو د دې لپاره د یوه نړیوال پلټونکي کمیشن غوښتنه کوي. او هم یوازې د هغوی موندنې او لاس ته رواړنې ورته د منلو وړ دي.

په افغانستان کې د مومندو يوه قامي مشر فريدون مومند ويلي چې د پاکستان د وژل شوي پوليس افسر طاهر داوړ مړی به ډېر ژر خپلوانو ته وسپارل شي.

نوموړي د نومبر پر ۱۵ مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې قامي مشران د طاهر داوړ د مړي ترلاسه کولو لپاره په جلال اباد کې د افغانستان د قومونو او قبايلو رياست کې راغونډ شوي دي.

هغه زياته کړه چې قامي مشران به مړي پر تورخم دروازه د وژل شوي افسر خپلوانو ته ورسپاري.

فريدون مومند زياته کړه چې دوی د طاهر داوړ د وژنې غندنه کوي او دا په پاکستان او افغانستان کې د مېشتو پښتنو چې دده په وينا يو تن وجود دی په منځ کې د بې اعتباري او اختلافاتو د رامنځ ته کولو يو سازش ګڼي.

بل خوا پښتون ژغورني غورځنګ د طاهر داوړ د وژنې پر ضد د نومبر په ۱۵ مه ڼېټه په ټول پاکستان کې د احتجاج اعلان کړی دی.

طاهر داوړ څوک وو؟
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د نومبر پر ۱۵ مه نېټه د طاهر خان داوړ د مړي موندلو پخلی کړی وو.

وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت ته ويلي دي چې په سېشنبه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې ځايي خلکو د يو تن مړی موندلی چې ورسره د خیبر پښتونخوا پوليس چارواکي اېس پي طاهر داوړ د ملازمت کارډ هم وو.

بيان زياتوي چې دغه مړی مومندرې ولسوالۍ ته راوړل شوی چې په جلال اباد کې به د پاکستان کونسل جنرل ته سپارل کېږي خو لا هم نه دی سپارل شوی او بيا به د تورخم له لارې پاکستان ته وړل کېږي.

د طاهر داوړ وژنه د پاکستان او افغانستان کې د مېشتو پښتنو چې يو تن دی په منځ کې د بې اعتباري او اختلافاتو رامنځ ته کولو يو سازش ګڼي.
فريدون مومند

هم د نومبر پر ۱۴ مه نېټه له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ مشال راډیو ته وويل چې د وژل شوي پولیس افیسر طاهر داوړ مړی موندل شوی دی خو کورنۍ ته يې لا نه دی سپارل شوی.

پر ټولنیزه میډیا خپاره شوي د طاهر داوړ د مړي د ځینو تصویرونو په اړه محسن داوړ وویل، داسې اطلاعات ورته رسېدلي چې د طاهر داوړ مړی لومړی په دغه سیمه کې خاورو ته سپارل شوې وو ، وروسته له خاورې را-اېستل شوی او هلال احمر ترلاسه کړی دی.

محسن داوړ پوښتنه راپورته کړه، دا څنګه کېدای شي چې د حکومت یو لوړپوړی چارواکي د اسلام اباد غوندې له خوندي ځايه وتښتول شي او بیا تر دومره امنیتي پوستوله تېرېدو افغانستان ته یوړل شي؟

هغه وویل طاهر داوړ چې هر چا وژلی دی تپوس به له پاکستاني ریاسته کوي.

د اېس پي طاهر داوړ مړی هلال احمر ته سپارل شوی: محسن داوړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د محسن داوړ په وینا، د اسلام اباد پولیسو د طاهر داوړ د موندلو او خوشې کولو لپاره هېڅ نه دي کړي.

هغه زياته کړهچې په دې ملک کې ډېرې زورورې ادارېشته او کېدای شي پولیس د هغوی د خوښې او اجازې بغیر هېڅ نه شو کولی.

په چارشنبه د پاکستان په سېنېټ کې هم د پولیس مشر طاهر داوړ په وژنه خبرې وشوې، د اپوزیشن یوې غړې شېري رحمان د داوړ د وژنې په معامله کې د حکومت پر کارکردګۍ ټکونه وکړل. د دې په خبره چې پر ټوله میډیا د داوړ د مړي تصویرونه خپاره شو او حکومت ترې لا خبر هم نه دی

''دا د حکومت ملازم وو ، د پولسو بېج يي لګولی وو او له ترهه ګرۍ سره تړلې ډېرې لويې لويې مقدمې يې هوارې کړې وې او د ځان قرباني يې ورکړې ده، دا ویل کېږي چې د هغه له مړي سره یو لیک دی چې د خراسان ډلې له خوا لیکل شوی ، او نن موږ ته د سېنېټ د بهرنیو چارو کمېټۍ وویل، داسې څه نه شته، موږ ته هډو څه مالومات نه شته چې چېرته دی او چا اوچت کړی دی. او بیا د کورنیو چارو ریاستي وزیر ویلي دا حساسه معامله ده نو هډو خبره پرې مه کوئ. ټوله دنیا له زموږه پوښتنه کوي چې ښه نو دا څه طریقه شوه؟''

د دې په ځواب کې د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري وویل چې دی له اړونده چارواکیو به د داوړ د وژنې تصدیق وکړي نو بیا په په دغه اړه بیان خپروي.

د خېبر پښتونخوا د سرښار پېښور کلیوالو سیمو پولیس مشراېس پي طاهر داوړ د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه له اسلام اباده ناڅرګندو کسانو تښتولی وو.

XS
SM
MD
LG