په خوست کې د فوټبال لوبې سیالۍ پیل شوې

د جمعې ورځې ناوخته د افغانستان د خوست ولايت په ملي لوبغالي کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د سولې په نوم د فوټبال لوبۍ سیالۍ پیل شوې.

د سیالیو تابیا کوونکي وايي، د فوټبال دا ټورنمینټ چې درې میاشتې دوام کوي، د خوست له ځايي ټیمونو سربیره به د کوزې پښتونخوا د فوټبال ځینې لوبډلې هم په کې برخه واخلي.

د خوست د المپیلک امر عزیز ملنګ د فوټبال لوبې د سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، د دې سیالیو په ترسره کیدو سره به له یوې خوا په دې ولایت کې د فوټبال د لوبې تکړه لوبغاړي مالوم شي او بل لوري ته به ځوانانو ته دا پیغام ورکړي، چې د نشه يي توکو له کارونې ځانونه وساتي او په خپلو کې یووالی وکړي.

ده له بیلابیلو سوداګریزو شرکتونو او د ټولنې له شتمنو خلکو وغوښتل، چې د ځوانانو د دا ډول برنامو مادي او معنوي ملاتړ وکړي.

ښاغلي ملنګ زیاته کړه:

"په خوست ولایت کې د ۴۴ لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ شروع شوې، پدې سره به له یوې خوا موږ غښتلي ورزشکاران پیدا کړو، په دویم ګام کې به لدې لارې د نشه يي توکو له استعمال سره مبارزه وکړو، د ځوانانو تر منځ به یووالی پیدا کړو، هیله مې داده چې داسې نور شرکتونه هم پیدا شي او په بیلابیلو لوبډلو پانګونه وکړي."

​د خوست ورزشي امر زیاتوي، چې روان لمریز کال د خوست د ورزشکارانو د بریاوو او لاسته راوړنو کال وو، ځکه دوی په ۷ بیلابیلو ورزشي برخو کې لومړی او دویم مقام ترلاسه کړ.

نوموړي وویل، لس ورځې وروسته د افغانستان د هاکۍ ملي لوبډله په پاکستان کې د هاکي لوبو د یو شمیر هېوادونو په سیالیو کې د ګډون په موخه روانیږي،چې په ملي لوبډله کې ۱۸ ورزشکاران خوستوال دي.

د ده په وینا دا مهال د خوست ۳۷ ورزشکاران د ملي لوبډلو غړیتوب لري، چې د معاشونو په ګډون له ټولو امتیازاتو برخمن شوي دي.

په خوست کې د فوټبال فدراسیون مشر عبدالفتاح واکمن وايي، چې پدې ټورنمینټ کې به د خوست سربیره د یو شمېر نورو ولایتونو او په ځانګړي ډول د جمعې په ورځو کې د کوزې پښتوخوا د نږدې سیمو لوبډلې هم برخه واخلي.

د فوټبال لوبې یادې سیالۍ چې د اتصالاتو د مخابراتي شرکت په مالي مرسته پیل شوي، په خوست کې يې ځايي مشر منیب وايي، دوی به د ورزش په نورو برخو کې هم ورته سیالۍ به لاره واچوي.

ده له ورزشکارانو وغوښتل چې په خپلو کې اړیکې پیاوړې او د دوستۍ او صمیمت په فضاء کې لوبې سرته ورسوي.

نوموړي له خلکو هم وغوښتل، چې د یادو سیالیو د تماشې لپاره ملي لوبغالي ته ورشي او د فوټبال له لوبو خوند واخلي.

په خوست کې دا مهال د سپورټ په برخه کې په لسګونو لوبډلې شته، چې د یاد ولایت په مرکز او بیلابیلو سیمو کې تمرینونه کوي.

د فوټبال فدراسیون د ځوانانو د کمیټې مسوول حکمت ګل، چې اویا وو کم عمره ځوانانو ته د فوټبال تمرین ورکوي وايي،ورزش سره ځوانان د نشه يي توکو له استعمال او نورو ټولنیزو بې لاریو ژغورل کیږي.

نوموړی له افغان حکومت هیله کوي، چې د ځوانانو په ګډون د ټولنې په ټولو قشرونو کې د سپورټترویجولو ته پاملرنه ډېره کړي.

د یادونې وړ ده د خوست په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه زره ځوانان سپورټ کوي، که څه هم پخواوالیبال، باسکټبال او ورپسۍ فوټبال د دوی د خوښې لوبې وې، خو پدې وروستیو کې کریکټزیات مینه وال پیدا کړي او نږدې په هر کلي او قوم کې دا لوبه ترسترګو کیږي، د خوست زرګونه نور ځوانان بیا د رزمي ورزشونو په کلپونو کې تمرینونه کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه