له خوسته هم د سولې غوښتنې په موخه یو خوځښت پیل شو

په خوست کې لسګونو ځوانانو او سپین ږیرو د ( افغان ولسي خوځون) په نومد یو مدني حرکت له لارې له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل، چې دایمې اوربند وکړي.

دوی ویل، چې په افغانستان کې روانو جګړو د د دې هېواد د خلکو مادي او معنوی هستۍ لوټلي او تر دې زیات د جګړو او بدمرغیو د دوام حوصله نه لري.

د پنجشنبې په ورځ د افغان ولسي خوځون لسګونو غړو په خوست ښار کې د یو لاریون په ترڅ کې رسنیو ته وویل، دوی غواړي په لومړي سر کې د خوست ولسوالیو ته په پلي توګه د سولې پیغامونه یوسي او وروسته به دا حرکت لويې پکتیا، کابل او نورو ولایتونو ته وغځوي.

لاریونوالو ویل، چې دوی د هلمند د سولې کاروان او د کوزې پښتونخوا د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره په اړیکه کې دي او په ګډه به د سولې لپاره هلې ځلې کوي.

د غفور جان پښتونیار په نوم د دې خوځښت یو تظیمونکی وايي، چې پدې خوځښت کې ورسره د خوست د بیلابیلو قومونو ځوانان او مشران ملګري دي.

دی وايي، په کوم ځای کې چې د افغانانو او پښتنو په مقابل کې جګړه روانه ده، هغه غندي او ولس يې دوام نشي زغملی.

ښاغلی پښتونیار زیاتوي، چې دوی به د هلمند د سولې کاروان، په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ خپل فعالیت له خوسته پیلوي او په ګډه به د امن د ټېنګښت لپاره کار کوي.

د سمیع الله همدرد په نوم یو بل لاریونوال وايي،د دوی د ولسي لاریون موخه داده ، چې افغان حکومت او وسلوال طالبان دایمې اوربند وکړي.

دی وايي، د دې حرکت په تنظیمولو کې هېچا ورسره مرسته نه ده کړې، دا کاغذونه يې په خپلو پیسو چاپ کړي او د هلمند له کاروان سره توپیر دادی چې هغوی د خپلې سیمې راووتل او تر شماله ولاړل او موږ به د سویل ختیځ زون څخه کابل په لوري ځو.

د مل وزیر په نوم یو قومي مشر هم وايي، چې نور افغانان له جګړو ستړي شوي او د دې بدمرغۍ دوام نه غواړي.

ده وویل، پدې هېواد او پښتون میشتو سیمو کې به د امن راوستلو لپاره په یبلو پښو مزلونه کوي او د ژوند په بیه به هم د ولسونو دا رواء غوښتنه د جګړو ښکیلو خواوو ته رسوي.

د لاریون ګډونوالو ویل، چې پدې هېواد کې د شته بدمرغیو او ستونزو له لاملونو څخه اداري فساد،ظلم او خیانت دی، چې دوی به يې پر وړاندې غږ اوچتوي.

سوات میر خان وايي:

((دا خاینان دې پدې وطن کې ورک شي، په افغانستان کې دې ورک شي، ظلم او خیانت دې ورک شي، موږ دا غواړو.))

دا پداسې حال کې ده، چې د چارشنبې ورځې ناوخته د هلمند د سولې د پیل شوي ولسي حرکت لسګونه غړي د ارزګان مرکز ترینکوټ ته رسیدلي دي.

د سولې ددغه حرکت په رسیدو د ارزګان سلګونه خلک ورسره یو ځای شول او ددې کاروان د هرکلي تر څنګ يې له وسله والو طالبانو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه