د افغانستان د خوست ولايت چارواکي وايي، تر دې وروسته به په یاد ولایت کې د بهرنۍ کرنسۍ پر ځای په افغانیو راکړه ورکړه کېږي.
دوی زیاتوي، د ولایت د اداري مجلس او پوځي شورا د پرېکړې له مخې هغه کسان به د قوانینو په رڼا کې مجازات شي چې په بهرنۍ کرنسۍ باندې په راکړه ورکړه ونیول شي.
چاراکو یادې څرګندونې نن [د ډيسېمبر پر ۲۵مه] د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
په خوست کې د افغانیو د عمومي چلند او ترویجولو په اړه خبري ناسته د خوست د والي، د امنیتي څانګې د استازو، ترانسپورټ، د افغانستان بانک د ځايي څانګې، ښاروالۍ، کرنې، اراضۍ او یو شمېر نورو ادارو د مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې د خوست والي حکم خان حبیبي وویل، په وروستیو دریو میاشتو کې د افغانیو د عمومي چلند اوترویج په باب د دوکاندارانو، سوداګرو او ولس سره ګډ کار وشو او دا چې افغانۍ د ټولو ملي هویت دی، هغوی دې ته فکراً تیار شول، چې تر دې وروسته به په خوست کې په راکړه ورکړه کې یوازې افغانۍ کاروي.
نوموړي زیاته کړه، دا ځل سیمه ییزه اداره پرېکنده اراده لري چې په خوست کې افغانۍ ترویج کړي.
"په دې اړه اړوندو ادارو ته دندې سپارل شوي دي لکه ښاروالي، د افغانستان بانک، ترانسپورټ، امنیه قومانداني، ملي امنیت او نورې کشفي ادارې ټول ادارات چې پدې برخه کې مسوولیت لري، دوی په پوره قوت د نافذه قوانینو په رڼا کې د افغانیو د ترویج لپاره کار کوي."
په خوست کې له ۹۰مې لسیزې راپدېخوا چې مجاهدین واک ته رسېدلي، په پاکستانۍ کلداره راکړه ورکړه کېږي.
حبيبي وايي د هغو کسانو په مقابل کې به قانوني چلند وشي، چې د افغانیو پر ځای بهرنۍ سیکه وکاروي، خو ده هیله وکړه چې پدې برخه کې د حکومت له اقدام پرته خلک همکاري وکړي.
"که خدای مکړه داسې ولیدل شو، چې دوی د افغانۍ پر ځای بیګانه سیکه وکاروي، د هغوی سره به د قانون په رڼا کې چلند کیږي، حتی هټۍ به يې تړل کیږي او نور هغه قانوني موارد او انظباطي مجازات چې وجود ولري هغه به دوی ته ورکول کیږي، ولې زما هیله له خپل درانه ولس څخه داده چې دغې ته زمینه پاتې نشي او خوست پدې برخه کې د اجراء لومړیتوب خپل کړي."
په ټولیز ډول په ښار کې د افغانیو د چلند په باب د خلکو سره یوه انديښنه په کافي اندازه د افغانیو د شتون په باب دی.
په خبره ناسته کې د خوست د افغانستان بانک د څانګې مسوول علي شاه اکبرزوی وویل، پدې باب هيڅ ستونزه نشته او که په ملیاردونو افغانیو شتون ته هم اړتیا پیدا کېده، دوی يې د برابرولو ته تیاری لري.
بل لوري ته د خوست ښار دوکانداران هم د افغانیو چلند سوداګرو او خلکو لپاره په ګټه بولي او وايي چې افغانۍ د دوی ملي هویت دی او تر دې وروسته باید خلک راکړه ورکړه په افغانیو وکړي.
د یادونې وړ ده، څو ورځې وړاندې د خوست امنیتي چارواکو هم د افغانیو د چلند پرېکړه رسنیو سره شریکه کړې وه.
که څه هم په ښار کې د ترانسپورت په ګډون یو شمېر صنفونو وار له مخه خپل کار وبار افغانیو ته اړولی، خو مالومه شي، چې د خوست سیمه ییزه ادارهپه عموم کې د افغانیو د چلند پريکړه څومره عملي کولی شي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.