کابل سره د طالبانو له خبرو انکار او د قریشي قطر ته سفر

تر دې مخکې قریشي (له ښي خوا لومړی) د کابل، تهران، بیجنګ او مسکو سفر کړی وو.

پراګ - افغان طالبانو د ۲۰۱۹ز کال په جنورۍ کې په سعودي عرب کې د کابل وړاندیز رد کړی دی او ویلي یې دي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي.

د افغان طالبانو د مشرتابه شورا یوه غړي د ډېسېمبر پر ۳۰مه رویټرز اژانس ته ویلي دي چې په جده کې له افغان حکومتي پلاوي سره نه ويني.

دا خبر پر داسې مهال خپور شوی چې د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یو ورځني سفر د قطر په پلازمېنې دوحا کې د هغه هېواد له وزیراعظم شیخ عبدالله بن نصر بن خلیفه الثاني او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

د ډېسېمبر پر ۳۰مه د پاکستان تحریک انصاف پر رسمي ټوېټر پاڼه په خپور بیان کې راغلي چې قریشي له قطري چارواکو سره د سیمې پر وضعیت او د افغانستان پر جوړجاړي غږېږي.

تر دې مخکې قریشي د ډېسېمبر له ۲۴مې څخه تر ۲۶مې پورې د کابل، تهران، بیجنګ او مسکو په سفر کې له افغان، ایراني، چینايي او روسیو چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

دا هم وګورئ: ټرمپ له افغانستانه د سرتېرو ایستلو پرېکړه نه ده کړې: سپینه ماڼۍ

شنونکي وايي، د قریشي قطر ته د سفر یوه موخه هغه هېواد په ډېسېمبر کې له طالبانو سره له شویو خبرو، خبرول دي.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار او شنونکی طاهر خان وايي، د اسلام اباد لپاره لوی چیلېنج دا دی چې طالبان، افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي.

د ډېسېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ابوظبۍ کې له طالب استازو سره ولیدل.

په هغو خبرو کې د کوربه متحده عرب اماراتو، سعودي او پاکستان چارواکي هم موجود ول خو طالبانو هلته د کابل له حکومتي پلاوي سره له لیدو انکار وکړ چې ورباندې انتقاد وشو.

دا هم وګورئ: قریشي له لاوروف سره د افغانستان پر سولې غږېدلی دی

رویټرز اژانس لیکي، د کوټې شورا یوه غړي ورته د نوم نه ښودو په شرط ویلي، په جنورۍ کې به په جدې کې له امریکايي چارواکو سره د سولې پر بهیر خبرې له هغه ځایه پیلوي چې په ابوظبۍ کې پای ته رسېدلې وې.

د ده په خبره، ټولې خواوې یې خبرې کړې دي چې د غرب له ملاتړ لرونکي افغان حکومت سره نه کښېني.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم اژانس ته د دې خبرې تصدیق کړی.

د افغان ولسمشر اشرف غني د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط اژانس ته ویلي، کابل اوس هم هڅه کوي چې له طالب مشرانو سره خبرې وکړي او د سولې بهیر پیل کړي.