د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي له لاوروف سره د افغانستان پر سولې غږېدلی دی


شاه محمود قریشي په مسکو کې له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره خبرې کوي
شاه محمود قریشي په مسکو کې له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره خبرې کوي

پراګ - د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر ۲۶مه په مسکو کې له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره لیدلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل پر ټوېټر پاڼه لیکي چې د څلور هېوادونو د سفر په اخري پړاو کې قریشي له لاوروف سره پر سیمه ییزو چارو او په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې او جوړجاړي پر بهیر غږېدلی دی.

قریشي د ډېسېمبر پر ۲۴مه لومړی کابل او بیا پر هم هغه ورځ تهران ته ولاړ او هلته یې له چارواکو سره خبرې وکړې.

تر دې وروسته دی د ډېسېمبر پر ۲۵مه بیجنګ ته ورغی او د اسلام اباد په وینا، له چارواکو سره یې د افغانستان پر سولې خبرې وکړې.

قریشي دا سفر پر داسې مهال کړی دی چې د ډېسېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ابوظبۍ کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې چې پکې د متحده عرب اماراتو، سعودي عرب او پاکستان پلاویو هم ګډون وکړ.

طالبانو البته په ابوظبۍ کې د کابل له حکومتي استازو سره له خبرو انکار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د قریشي د سفرونو موخه د افغانستان د امن لپاره د ژمنتیا ښودل دي.

په پېښور کې خبریال او د سیمه ییز چارو پوه رحیم الله یوسفزي د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، د وزیراعظم عمران خان حکومت د بهرنیو چارو واضح اهداف لري:

"د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په لنډ وخت کې څلور مهمو هېوادونو ته سفر وکړ. زما په خیال دا سفرونه په ډېره تادۍ شوي. پاکستان غواړي چې له خپلو ملګرو هېوادونو سره د افغانستان د جوړجاړي د بهیر په اړه نظر شریک کړي. پاکستان دا وايي چې د افغانستان مسله پوځي حل نه لري بلکې دا دې د خبرو له لارې هواره شي."

یوسفزی زیاتوي چې د شاه محمود قریشي سفر په اوسنیو حالاتو کې ډېر ارزښت لري.

د ده په خبره، پاکستان له "افغانستان، ایران، چین او روسیې" سره ملګرتیا مضبوطول غوړي ځکه چې امریکا سره یې تعلقات ښه نه ده.

هلته په اسلام اباد کې د سیمه ییزو چارو بل پوه ډاکتر شهریار خان وايي، داسې ښکاري چې پاکستان د افغانستان او سیمې امنیت په اړه ډېپلوماټیکې هڅې زیاتې کړې دي:

"پاکستان دا کوشش کوي چې د افغانستان په جوړجاړي کې د یوه مهم هېواد په شکل مخې ته راشي. همدا وجه ده چې پاکستان په ډېره توندۍ سفارتکارۍ شروع کړې ده. د پخوا پرتله حالات مختلف دي."

ډاکتر شهریار خان زیاتوي چې دا ضروري نه ده چې پاکستان چې څه غواړي هغه به وشي، خو د سولې لپاره ټول هېوادونه سلا کېدای شي.

XS
SM
MD
LG