په لوګر کې یو شمېر ښځو او نارینه وو ته د برښنا، د موټر د تخنیک، د لبنیاتو د پروسس، ګلدوزۍ، نجاری او فلزکارۍ په برخو کې شپږ میاشتنۍ حرفوي زده کړې ورکړل شوې.
یاد پروګرام چې د لوګر د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ کې جوړ شوی وو فارغان يې وايي، اوس کولی شي، په خپلواک ډول کار وکړي او د خپلو کورنیو څه نا څه اقتصادۍ اړتیاوې پوره کړي.
بلخوا د لوګر چارواکي وايي، چې په حکومتي پروژو کې به دا ډول مسلکي کسانو جذب ته لومړیتوب ورکړي او په نوې کال کې به یو شمیرولسوالیو کې همد حرفوي زده کړو دا ډول پروګرامونه جوړ کړي.
د پنجشنبې په ورځ د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د حرفوي زده کړو د شپږ میاشتني پروګرام د پای ته رسیدو په موخه ناسته رابلل شوې وه او د پروګرام فارغانو ته په کې د کار وسایل او توکي هم ورکړل شول.
په دې پروګرام کې پنځوسو ښځو او سلو نارینه وو ته د برښنا، د موټر د تخنیک، د لبنیاتو د پروسس، ګلدوزۍ، نجاری او فلزکارۍ په برخو کې زده کړې ورکړل شوې او فارغان يې وايي، اوس کولی شي، ازاد کار او کسب وکړي او لدې لارې کورنیو ته نفقه پیدا کړي.
د یاد پروګرام دوه تنه فارغانو نازنین او محمدموسی مشال راډیو ته وویل، پخوا يې کار او کسب نه وو زده او بیکاره ول، خو اوسلدې اړخه انديښنه نه لري.
د لوګر د ولایتي شورا غړي نارینه وو او ښځینه وو ته د حرفوي زده کړو ورکول یوه مهمه اړتیا ګڼي او غوښتنه کوي چې فارغ شوو ځوانانو ته په دولتي او خصوصي سکتور کې د کار کولوزمینه برابره شي.
د ولایتي شورا رئیس حسیب ستانکزی او مرستیال يې عبدالولي وکیل وايي، هڅه به کوي، چې د ترسره کیدونکو پروژو د افرادو په ګمارلو کې ولایتي اداره دې کسانو ته ته لومړیتوب ورکوي.
د دوی په وینا چې دا ډول برنامې د ټولنې په ثبات او سوله ییز کولو هم مثبت تاثیر لري، خو غوښتنه کوي، چې د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې دې هم د حرفوي زده کړو پروګرامونه جوړ شي.
د لوګر والي انور خان اسحاقزی وایي که څه هم په ټوله کې د بېکارۍ کچه لوړه ده او ټولو وزګارو ځوانانو ته کار پیدا کول ستونزمن دي، خو دوی به د حرفو او کسبونو د زده کړو له لارې د بیکاری کچه راټیټه کړي.
د لوګر والي زیاته کړه: ''په دې کې وروڼه او خویدنې موږ فارغین درلودل، چې په مختلفو برخو کې يې زده کړې کړې وې، د هغې له جملې د موټر د ترمیم، د لبنیاتو د جوړولو، خیاطۍ، ګلدوزی او نورو برخو کې دا ټولو زموږ په ټولنه کې ډېر مثبت تاثیرات لري، موږ باید ډېر فوکس په هغو شیانو ولرو، چې زموږ په اقتصاد کې تغیر راوستلی شي او په اوسني وضعیت کې هم تغیر راوستلی شي.''
د لوګر د کار او ټولینزو چارو رئیس شاه محمد ولي زوی وايي، د حرفوي زده کړو اړتیاوې يې په ولسوالیو کې هم سروې کړي او د همدې سروې په بنسټ به نوي لمریز کال کې د مرکز په ګډون د خوښۍ، محمداغې او د برکي برک په ولسوالیو کې هم د حرفوي او مسلکي زده کړو پروګرامونه ترسره کړي.
لوګر کې دکار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، د خپل راتلونکي پلان له مخې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو لکه خوښۍ، محمداغې،مرکز او د برکي برک ولسوالۍ په یوه برخه کېد تر سره شوې سروې په اساس نور ځوانان هم په فني او مسلکي ډول وروزي.
د ده په وینا په تېرو دوه کلونو کې د ۶۰ ښځو په ګډون ۲۵۰ کسانو ته د کسب او حرفې زده کړې ورکړل شوي دي.