اې ایف پي خبري اژانس لیکي په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو د افغانستان د راتلونکي په اړه په خبرو اترو کې د کابل حکومت وړاندیزونه له پامه غورځولي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو طرفته کړل شوی دی.
اژانس لیکي له دوهه نه تر ماسکو غونډو پورې وسله والو له یو شمېر هغو استازیو سره لیدنې پیل کړي ديچې په افغانستان کې یې مفادات په ټکر کې دي.
اژانس لیکي باوجود د دې چې د اشرف غني حکومت د سولې او طالبانو سره د خبرو اترو لپاره په تېر یو کال کې کوششونه کړي دي، له وسله والو طالبانو سره په اوسنیو خبرو اترو کې نه دې شامل کړل شوی.
دا هم وګورئ: فضلي: د مسکو غونډه د بېن الافغاني مذاکراتو برخه نه دهد ویلسن سینټر په نوم واشنګټن مېشتې ادارې یو کارپوه مایکل کوګلمین وايي له بده مرغه افغان حکومت د سولې په خپله پروسه کې د نه شاملېدو له ګواښ سره مخامخ دی.
په واشنګټن کې د اشرف غني ملاتړي په دې ټینګارکوي چې د سولې د خبرو اترو مشري باید افغانان وکړي. هم دغه وجه ده چې په جنورۍ کې د امریکا او وسله والو طالبانو تر منځ په دوحه کې شپږ ورځني مذاکرات وشول.
د هغې یوه اوونۍ پس وسله والو طالبانو په جدا ډول په روس کې خبرو اترو ته د کېناستو په اړه رضامندي وښودله. اژانس لیکي د نهې پر ورځ په ماسکو کې په پیل شویو خبرو اترو کې وسله والو طالبانو د یوه داسې اسلامي نظام ژمنه وکړه چې هر څوک به پکې شامل وي. په غونډه کې طالبانو ښځو ته د زیاتې ازادۍ ورکولو خبره هم وکړه خو د یو نوي اسلامي ایین غوښتنه یې هم وکړه.
دا هم وګورئ: نور د افغانستان له بې-پایه جنګه راوځو: ټرمپخو اژانس د اشرف غني له خولې وايي چې د هیواد د راتلونکي په اړه په خبرو اترو کې به یوازې نندارچیان نه جوړېږي. اشرف غني ((طلوع نیوز)) چېنل ته په خبرو کې د روسیې غونډه تصوراتي وبلله ځکه چې د افغانانو د مرضۍ پرته د هېواد د راتلونکې فیصله نه شي کېدلای.
نوموړي وویل هغه څوک چې په ماسکو کې راغونډ شوي دي، اجراییه واک نه لري. نوموړي وروسته پر تویټر پاڼه ولیکل چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره یې خبرې وکړې چې نوموړي هم د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو اترو پرمخ وړلو په اهمیت زور راوړ او په دغه پروسه کې د افغان حکومت د مرکزي کردار باور یې ورته ورکړ.
اخوا د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرل جوزف ووټل د نهې پر ورځ د امریکا د پارلیمان غړیو ته وویل د سولې د خبرو اترو د کامیابۍ لپاره باید کابل په دغه پروسه کې شامل وي. نوموړي وویل په اخره کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ خبرو اترو ته ضرورت پېښیږي.