د فبرورۍ پر ۲۶مه د خوست مدني فعالانو او ځوانانو د نیالګیولګولو په یوه مېله کې له خلکو وغوښتل، چې د سپرلي په دې شپو ورځو کې نیالګي ولګوي او په دې توګه د خپل چاپېریال په سمسورتیا کې برخه واخلي.
دوی زیاتوله، که هر کس یوازې یو-یو نیالګي ولګوي او د ساتنې او پالنې مسوولیت يې پر غاړه واخلي، نو په نږدې راتلونکې کې به زموږ دا خړ او سپیره چاپیریال به په یو ښکلي، شین او سمسور محیط بدل شي.
خوستیو فعالانو او ځوانانو یادې څرګندونې په خوست کې د هېوادپال ځواک په نوم د یو مدني بنسټ د فعالانو لخوا د نیالګیو لګولو په یوه میله کې وکړي.
د یاد بنسټ یو تن فعال محمدکمین انوري مشال راډیو ته وویل، د متون د غونډۍ دا برخه پنځه کاله مخکې شاړه او سپیره مالومیده، خو اوس وینئ چې د ځوانانو په همت او هڅو لدې شنه ساحه جوړه شوې ده.
ښاغلي انوري وویل، دوی تېر دوه کاله په منظم ډول ددې نیالګیو ساتنه کړې او د تندې پر مهال يې اوبه ورکړې دي.
دی وايي، اوس هم د دوی ملګرو په خپلو شخصي لګښتونو سلګونه نیالګي اخیستي، چې د کېنولو تر څنګ به يې په ساتنه او پالنه کې هم برخه اخلي او پدې سره به دارغونډۍ لا شنه او سمسوره شي.
مدني فعال ولي مت خان خادم وايي، په اول ګام کې به په هغو سیمو کې نیالګی کینوي، چې د تېرو کلونو لګول شوي نیالګي په کې وچ شوي وي.
دی هیله څرګندوي چېد نیالګیو دا حشر به ځکه ښه نتیجه ولري، چې دوی يې تر پایه د ساتلو او اوبولو مسوولیت هم پر غاړه اخلي.
د خوست ځوانان وايي، د چاپیریال او هېواد سمسورتیا د دوی مسوولیت دی، ځکه نور خلک نشي کولی دوی ته شین او زرغون چاپیریال په واک کې ورکړي.
مدني فعال عبدالحکیم وايي، ځوانان اوس د خپل چاپیریال د سمسورتیا په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته متوجه شوي دي.
یو بل ځوان مدني فعال حیران وايي، چې چاپيريال یوازې اوس او تېرو نسلونو پورې اړه نلري، بلکې پدې کې د راتلونکو نسلونو حق شته او هر نسل په خپل وخت کې وجیبه لري، چې د چاپیریال په سمسورتیا کې برخه واخلي او له ککړتوب او خرابۍ يې وساتي.
دی وايي، خوست دا مهال تر یو میلیون ور اخوا نفوس لري، نو که دا هر کس یو-یو نیالګي ولګوي، نو دا بهد چاپیریال د ښیرازۍ او سمسورتیا لپاره یو پر ځای ګام وي.
ټاکل شوې ډېر ژر د زرغون خوست په نوم د نیالګیو د کېنولو میله چې هر کال د ښاروالۍ ریاست لخوا د څو ورځو لپاره جوړه شي.
په یاده میله کې د نیالګیو د کینولو تر څنګ د سیمه ییزو سندرغاړو لخوا په زړه پورې کنسټرونه، هنري برنامې، اتڼونه او نورې خوشالۍ هم ترسره کیږي، چې عموماً د نورو ولایتونو د یو شمېر میلمنو تر څنګ، ګڼ سیمه وال په ځانګړي ډول ځوانان په کې برخه اخلي.