په قبایلي ضلعو کې پر زرګونه کسانو کالدانې راختلې دي

د کالدانې ناروغان (پخوانی عکس)

د خیبر پښتونخوا په خیبر قبایلي ضلع کې تر اوسه په زرګونه کسان په کالدانه یا لشمینیا ناروغۍ اخته شوي دي.

ډاکټران وايي دا ناروغي د یو خاص ماشي د چیچلو له کبله خپرېږي او په متاثرینو کې یې زیاتره ماشومان او مېرمنې دي.

د خیبر د روغتیا څانګه وايي چې یادې ناروغۍ په خاصه توګه د ضلعې په مرکز لواړګي ، جمرود او او باړه کې ډېر خلک ځپلي دي.

د یادې څانګې مشر ډاکټر محمد ایوب مشال راډیو ته وویل چې د ۲۰۱۸م کال تر پایه یې تر ۳۲ زره د زیاتو داسې کسانو علاج کړی چې په دې ناروغۍ اخته شوي وو.

نوموړي وویل چې په روان کال کې هم تر شاوخوا ۲۰۰۰ ناروغان ورغلي دي او دوي یې درملنه کوي.

ډاکټر محمد ایوب وویل ، دا داسې ناروغي ده چې د ماشي د چیچلو له کبله د انسان پر مخ داسې داغونه پاتې شي چې د ناروغۍ تر ختمېدو وروسته هم نه ختم کېږي.

نوموړي وویل ، ولس ته په کار ده چې له دې ناروغۍ څخه د ځان ساتلو لپاره په ځانګړې توګه په کورنو کې د صفايي خیال وساتي او مچردانۍ استعمال کړي.

د خیبر ځايي خلک وايي په ځینو روغتونو کې د دې ناروغۍ د علاج لپاره ضروري دارو نشته چې له کبله یې دوي ډېر اندېښمن دي.

د خیبر د صحت څانګه وايي د دې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي لپاره به هجره پر هجره ګرځي او خلکو ته به په دې اړه مالومات ورکوي چې څنګه له دې ناروغۍ ځان ساتلای شي.

د خیبر تر څنګ دا ناروغي د صوبې په کوهاټ ، باجوړ ، مومند او بره دیر کې هم تر اوسه تر ۴۰۰۰ زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.