د لوګر اوسیدونکو په روژه کې د اوربند غوښتنه وکړه

په لوګر کې د اوربند په اړه د قومي مشرانو غوڼد

د افغانستان په لوګر کې دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښځو او عامو اوسېدونکو په قطر کې د سولې په تړاو د خبرو په لغوه کېدو خواشیني څرګنده کړه او د جګړې له ښکیلو خواوو يې وغوښتل، چې په خپلو کې خبرې اترې وکړي.

د لوګر دا قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان، ښځې او ځايي اوسیدونکي چې د اپرېل پر ۲۲مه د سولې په ملاتړ یوه غونډه کې راټول شوي ول،ویناوالو يې ټېنګار وکړ، چې دواړه لوري باید لږ تر لږه د روژې په راتلونکې میاشت کې په خپلو کې اوربند وکړي.

د لوګر یو تن دیني عالم مولوي اسدالله او ځايي اوسیدونکي محمد سلیم مشال راډیو ته وویل، "د رمضان په میاشت کې باید اوربند وشي، په قطر کې چې خبرې بندې شوې، دا ښه خبره نه وه، ځکه خبرو باید ادامه کړي وای، ښه داده چې افغانان په خپلو کې له ډېرو خبرو سره تېر شي او روان جنګ ته د پای ټکی کیږدي."

ده زیاته کړه، "موږ په دولت او د دولت په وسلوالو مخالفینو غږ کوو، چې د سولې لپاره دواړه لوري خپلې هلې ځلې ډېرې کړي او د سولې د راتګ لپاره دې ښه ګامونه واخلي."

د افغانستان د نورو خلکو په شان د لوګر اوسیدونکي هم وايي، چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ دې په اول کې اوربند وشي او بیا دې د سولې په اړه ښکیلې خواوې په خپلو کې مذاکرات وکړي.

مولوي امیرجان وايي، د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي.

ده وویل، د جګړې ښکلیلې خواوې باید په ځانګړي ډول د روژې میاشت کې له یو بل سره جګړه ونه کړي.

د لوګر اوسیدونکو په دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري د خالد په نوم او د طالبانو له لوري د الفتح په نوم اعلان شوي عملیات د سولې په زیان وبلل او زیاتوله چې د دواړو خواوو په جګړه کې تر ډېره ملکي خلګو ته مالي او ځاني زیانونه رسیږي.

د غونډې ګډونوال یو بل دیني عالم احمدنبي هم د جګړې له ښکیلو طرفونو د جګړې د بندیدو او په خپلو کې د سولې غوښتنه وکړه.

د لوګر اوسېدونکي داسې مهال له حکومت او طالبانو د سولې د ټینګښټ په تړاو غوښتنې کوي چې په دې وروستیو کې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه په افغانستان کې یوې دایمې سولې او د څلويښت کلنې جګړې د ختمولو هیلې ډېرې شوي او پدې اړه افغانان راتلونکو مثبتو پرمختګونو ته په تمه دي.