د پېښور د پولیسو مشر قاضي جمیل الرحمان خبري غونډې ته وویل ، “ نور ثبوتونه هم را څرګندېږي او دا له یو بل سره تړلي دي.”
قاضي جمیل الرحمانزیاته کړه چې سعید عرف بابو په ژوبل حالت کې نیول شوی دی او له دوي سره د عمران افغاني په نامه یو ځانمرګی هم وو او بله خبره دا ده چې وسله والو طالبانو د دې زمه واري منلې ده.”
د قاضي جمیل الرحمان په وینا دا کس له افغانستان څخه په رسمي ویزا پاکستان ته تللی وو او پر پاسپورټ یې د درو میاشتو ویزه وه.
ده وویل تر اوسه چې کومې پلټنې شوې دي هغه دا څرګندوي چې امجد له خپلو نورو ملګرو سره په حیات اباد کې په لویو لویو پېښو کې ککړ وو.
قاضي جمیل الرحمان وویل د فرورۍ په میاشت کې چې د پېښور های کورټ پر جج جسټس ایوب خان پر شوي برید کې هم امجد او د هغه ملګري ککړ وو.
خو د خېبر قبایلي ضلعې د جمات اسلامي امیر شاه فیصل اپريدي د اپرېل پر ۲۰مه په پېښور کې له خبرې غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل د اپرېل پر ۱۶مه چې د حيات اباد په اووم فېز کې پوليس او پوځ کوم کسان وژلي وو، ترهګر نه بلکې بېګناه وګړي وو.
شاه فیصل اپريدي وويل په قبايلي سيمو کې هم دوي خوندې نه دي او په بندوبستي سيمو کې هم وژل کېږي.
ده وویل ، “دا بې عدالته وژنه ده ، دا ټول خلک موږ پېژنو ، کورونو ته یې ورغلي یو ، دوي زموږ د سیمې دي ، دوه پکې طارق او سعید دي چې وروڼه دي خو سعید اوس لا درکه دی او مرګ ژوند یې نه دی مالوم.”
شاه فیصل اپريدي د دې کسانو د کورنۍ په اړه وویل ، “د طارق یو تره زوي فوډ انسپکټر دی ، بل تره زوي یې د پولیټیکل دفتر کې محرر دی ،د دوي یو تره شالا خان مشهور سړی دی او سیکټرټري ریټایرډ شوی دی.”
د شاه فیصل اپريدي د دې کسانو له نه ترهګرو سره څه تعلق وو او نه خپله ترهګرو وو او نه یې له ترهګرو سره څه تعلق وو.