د افغانستان د خوست ځوانان، روڼ اندي او مدني فعالان وايي، چې د پخوا په پرتله په یاد ولایت کې کتاب لوستنه ډېره شوې، خو په ټوله کې په پښتو ژبه د ټکنالوژۍ، ساینس او نورو علمي او ټولنیزو برخود کتابونو د کمښت ستونزه موجوده ده.
دوی یادې څرګندونې د اپریل پر۲۳مه چې د کتاب د نړیوالې ورځې سره برابره وه، مشال راډیو سره په خبرو کې وکړې.
ځوانانو او فعالانو زیاتوله، اوس تر ډېره ځوانان چې په ترکیب کې يې ښځې او نجونې هم شاملې دي، د کتاب لوستنې په اهمیت پوۍ شوي او هڅه کوي، چې لږ تر لږه په یوه برخه کې مسلکي زده کړې ولري.
په خوست کې د لنکن ښوونیز مرکز مشر جاوید خان وویل، د راتلونکې مشري د هغو خلکو ده، چې د نن ورځې ښه لوستونکي دي.
نوموړی زیاتوي، کتاب لوستنه د یو کس فکر، پوهې او مالوماتو ته وده ورکوي او همدې اهمیت ته په کتو تر پخوا د کتاب لوستونکو شمېر زیات شوی دی.
په ټوله کې په پښتو ژبه د علمي او ټولنیزو کتابونو کمښت هغه ستونزه ده، چې ډېر کله په بحثونو کېورته د پاملرنې غوښتنه شوې ده.
د شفیق لکڼوال په نوم یو مدني فعال وویل، چې پدې ژبه په اول ګام کې په پښتود ښوونیز نصاب او بیا دا نور کتابونه لږ دي.
ښاغلی لکڼوال زیاتوي، په پښتني ټولنه کې باید د هغو کتابونو چاپ ته پاملرنه ډېره شي، چې د خلکو د فکرونو د انکشاف او روښانولو سره مرسته کوي.
جمال ناصر اصیل زوی د هغو ځوانانو له ډلې دی، چې د یاد ولایت په څو پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو کې د انګریزی ژبې او ټولنیزو علومونو تدریس کوي.
دی وايي، پښتو ژبې ته په هغه اندازه چې اړتیا ده، کار نه دی شوی.
ښاغلی اصیل زوی د ټولنې له علمي او اکاډمیکو کسانو غواړي، چې پدې برخه کار وکړي او دا ژبه په علمي لحاظ دومره غني کړي، چې د نورو ژبو ویونکي يې زده کړې ته اړتیا محسوسه کړي.
په پښتو د کتابونو د کمښت ستونزه تر نورو محصلانو او د علمي موسساتو کارکوونکو ته ښه مالومیږي.
د محمدعمر په نوم د شیخ زاید پوهنتون یو تن محصل هم وايي، کچیرې په پښتو ژبه کې د اړتیا وړ علمي، اکاډمیک او نور کتابونه نه ویني، نو بیا نشي کولی یوه علمی موضوع په پوره ډول وڅیړي او د نورو محصلانو قناعت حاصل کړي.
د خوست ځوانان وايي، چې کتاب لوستنې په ځوانانو کې دا توپیر هم راوستی، چې اوس بحثونه له هغه روایتي حالته راوتي او هر څوک کوښښ کوي، چې عملي او کتابي بحث ولري.
د شمس الحق په نوم د خوست یو اوسیدونکی همدا مساله یادوي او وایي، چې په اوس وخت کې تر ډېره په مجلسونو کې علمي بحثونونه ته ډېره توجه کیږي.
د پوهنتون درې تنه نور محصلان حمیدالله روان، سجاد او زرد خان وايي، چې د کتاب په اندازه بل ملګری هېچا ته ښه مالومات نه شي ورکولی، کتاب کې هغه خبرې دي، چې په نورو ځایونو کې نه موندل کیږي.
دوی زیاتوی، د کتاب په مطالعې سره د نورې نړۍ په حالاتو هم خبریدلی شي او دوی تکل کړی، چې د ژوند د پام وړ برخه به په مطالعه کې تیروي.
یاد محصلان وايي، د بلې ژبې زده کول یو کمال دی، خو چا چې خپله ژبه نه وي زده، نو خپل مسوولیت به يې نه وي اداء کړئ.
یاده دې وي، د کتاب نړیواله ورځ په لومړي ځل د ملګرو ملتونو د یونسکو سازمان لخوا د ۱۹۹۵ زیږدیز کال د اپریل په ۲۳ مه رامنځته شوه او دا مهال یاده ورځ په څه باندې سلو هېوادنو کې لمانځل کیږي.
پدې ورځ د کتابونو چاپونکې ادارې، کتاب پلورنځیو مالکان او د کتاب لوستونکي په ګډه دې هدف لپاره کار کوي، چې په نړۍ کې د کتاب مینه وال ډېر شي.