د خوست ښار د متون غونډۍ په کورونو کې د وسله والو مخالفینو د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو یو ډيپو او په تور يې درې کسان نیول شوي دي.
د مې پر ۱۴مه له غرمې وروسته د خوست د ملي امنیت منسوبینو رسنیو ته نیول شوې وسلې او درې کسان همدرانګه پوځي تجهیزات وښودل، خو د نظر څرګندولو ته حاضر نشول.
په نیول شویو مهماتو کې د راکټ مرمۍ، مخابرې، پوځي یونفورم، لاسي بمونه او تبلیغاتي پاڼې هم موجودې وې.
مسوولینو ویل، چې اول په ښار کې یاد کسان ونیول شول او وروسته دوی په تحقیقاتو کې دا ځای افشاء کړ، چې دوی په ښار کې چاودنې له دې ځایه پلانوي.
د متون غونډۍ چې د خوست ښار د امنیه قوماندانۍ سره نږدې پرته ده، د ښار له امن لرونکو سیمو بلل کیږي، خو ډېر کله په همدې ځای کې پوځي ګاډو پسې چاودنې شوي او یو شمېر پوځي کسان او ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
بل لوري ته د کورنیو چارو وزات ویاند نصرت رحیمي په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې په خوست کې د یوې خونړۍ پيښې مخه نیول شوې ده.
ده لیکلي وسله والو مخالفینو غوښتل، په خوست ښار کې یوه ډله ییزه حمله وکړي، چې مخه يې ونیول شوه.