او پي ډي به هرو مرو خلاصوو: شوکت یوسفزی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خیبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو کاربندیز

که څه هم په خیبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو او سرکار لانجه لاهم روغې ته نه ده نېږدې شوې خو ناروغان یې له رغېدلو او درملنې لیرې کړي دي.

په ټپه ولاړ دې چاپېریال کې د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ډاکټرانو ته دړکه کړې چې د شنبې/خالي په ورځ به هرومرو او پي ډيانې خلاصې وي او هغوی دې هړتال پر مهال اړی ګړی نه کوي او سرکاري ودانیو ته زیان نه رسوي.

د نوموړي وینا په هر صورت به د مې پر ۱۸مه د ټولو سرکاري هسپتالونو او پي ډيانې خلاصې وي او ناروغان به کتل کېږي. د نوموړي په وینا ډېر ډاکټران غواړي چې خپل کار وکړي خو هړتالي ډاکټران یې کار ته نه پرېږي او د دې لپاره به هلته پولیس ولاړ وي او که احتجاجي ډاکټرانو او پي ډي په زوره د بندولو هڅه وکړه نو چې څه هم قانوني لار وي، حکومت به یې خپلوي.

شوکت یوسفزي وویل هېچا ته به اجازت ورنکړي چې او پي ډي بنده کړي او کار ته ورتلونکی ډاکټر په زور پاڅوي. د دې له وجې له لیرې لیرې ځایونو راتلونکې خلک ډېر تکلیف وي. هغه وویل حکومت به په هر صورت اصلاحات عملې کوي. خو نوموړي دا هم وویل چې مذاکراتو ته اوس هم حکومت تیار دې خو ډاکټران دې د دوی دا وړاندیز کمزوري نه ګڼي.

د اطلاعاتو صوبايي وزیر شوکت یوسفزي وینا وه چې په اړی ګړی کې د لاسلرونکیو ډاکټرانو لسټونه یې جوړ کړي دي او له هغوی څخه د نوټسونو له لارې جوابونه غوښتي دي.

د خیبر پښتونخوا ډاکټرانو ټولنې یوه مشرډاکټر عالمګیر د صوبايي وزیر شوکت یوسفزي د دړکو په ځواب کې وویل چې دا په سیاسي توګه نابالغه حکومت دی او د دوی هم دغه دړکې وي

نوموړي زیاته کړه: ''موږ لاټي چارج ته هم تیار یو جېلونو ته هم تیار یو، هر څه ته تیار یو. دوی په تېره روژه کې هم پر موږ لښتې چلولې وې او دا ځل دې هم وکړي. تکړه دې شي او دا ټول بې اختیاره حکومت دی.''

د جمعې په ورځ په پېښور پرېس کلب کې خبري ناستې ته په خبرو کې هغه وويل، د خالي/شنبې له ورځې (د مې له ۱۸مې نېټې) به د ټولې صوبې په سرکاري هسپتالونو کې د ناروغانو کتلو څانګې (او پي ډيز) پرانېزي. هغه وویل، دا د حکومت ذمه واري ده چې د ډیوټي ته د ورتلونکیو ډاکترانو ساتنه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې د ډاکترانو د جايزه غوښتنو د هواري لپاره ورسره خبرو اترو ته چمتو دی خو حکومت ژمن دی چې د روغتيا په ګډون به په ټولو څانګو کې اصلاحات راولي.

تر استعفا هړتال نه ختموو

د دغه صوبې د سرکاري روغتونونو ډاکتران وايي، د روغتیا صوبايي وزیر او ځېنو نورو اړونده چارواکو تر استعفا پورې به خپل احتجاج ته دوام ورکوي. د ډاکټرانو د احتجاج نن درېمه ورځ ده.

د صوبې په یوشمېر ښارونو کې ډاکترانو د مې پر ۱۴مه تر هغه وروسته په روغتونونو کې کاربندیز پیل کړ چې د پېښور د خېبر ټیچنګ هسپتال پر یو ډاکتر ضیاء الدین د تشدد پېښه وشوه. نوموړي تور پورې کړ چې د روغتيا صوبايي وزیر هشام انعام الله ساتونکیو وهلی دی خو هغه دا تور رد کړ.

د کواټ او پېښور د ډاکترانو ټولنو مشرانو پرون [د مې ۱۶مه] وویل، پخوا یې احتجاج د حکومت له خوا د ډاکترانو د کاري نظام او جوړښت بدلولو ضد کاوه خو اوس یې د کاربندیز موخه د روغتيا وزیر له دندې لیرېکول دي.هلته د صوبې سرکاري روغتونونو ته ورغلي خلک وايي، د ډاکترانو کاربندیز یې د ناروغانو علاج متاثره کړی او دا چې هغوی د بې وزلۍ له وجې له شخصي کلینیکونو څخه علاج نشي کولای.