'خوست کې د ځمکو د اوږدمهالو قراردادونو مخه ونیول شي'

په خوست کې د مدني فعالانو غونډه.

د خوست د ولایتي شورا او مدني ټولنو غړي غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې دې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شي او په اوږدمهالو قراردادونو دې هم نه ورکول کیږي.

دوی وايي، تر هغه چې خوست ښار ته نېږدې دولتي ځمکې له غصبه خلاصې نه شي او د ځمکو اوږدمهاله قراردادونه بند نه شي، د ښاري پرمختیا لپاره به هیڅ ډول پلان جوړونه ګټه ونه لري.

د خوست د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانو داسې مهال د ځمکو د غصب او اوږد مهالو قراردادونو په اړه انديښنه څرګنده کړې، چې د ښاري پراختیا وزرات لخوا خوست ښار لپاره د سټراتيژیک پلان د جوړولو کارونه پیل شوي دي.

د خوست د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، په ښار او ښار ته په نږدې سیمو کې د دولتي ځمکو غصب همدارنګه ددې ځمکو اوږد مهاله قراردادونو د ښار د متوازنې پرمختیا مخه نیولې ده.

دوی انديښنه لري، کچیرې پدې اړه جدي اقدامات ونشي، نو د ښار د پرمختیايي او سټراتيژيک پلان جوړول به بې ګټې تمام شي، ځکه د پلان د تطبیق لپاره به ځمکه نه وي.

د خوست د ولایتي شورا مرستیال امیرالله زړه سواند مشال راډيو ته وویل، له ځمکو پرته د ښار د پراختیا لپاره د سټراتېژیکو پلانونو پلي کول نا ممکن دي، ځکه پلانونه پر ځمکه پلي کیږي.

د خوست د ولایتي شورا یو بل غړی جانمیر ځاځی وايي، چې خوست ښار د اتیا کاله مخکې نقشې له مخې جوړ شوی چې پراختیا ته يې اړتیا ده، خو اوس د اوږدمهالو قراردادونو په نوم یو شمېر حکومتي ځمکې د تیلو پمونو او نورو عادي کارونو لپاره ورکول کیږي، چې دا په خپله د غصب یو بل ډول دی.

د ښاغلي ځاځي په وینا اوسمهال په ښار کې د ښوونځیو، روغتونونو او نورو ټول ګټو تاسیساتو لپاره ځمکه نه پیدا کیږي، نو لس کاله وروسته ممکن اصلاً د پراختیا لپاره هېڅ ځمکه پیدا نشي.

په خوست کې د دولتي ځمکو د غصب په اړه مدني ټولنو هم تل د رسنیو او ټولنیزې میډیا له لارې غږ اوچت کړی او دا مساله يې څوارلس میاشتې مخکې کله چې ولسمشر غني خوست ته راغلی وو، هغه سرههمشریکه کړې ده.

لیکوال او ژورنالیست زاهدشاه انګار وايي، چې ولسمشر غني خوست ته د سفر پر مهال په کلکه حکم وکړ، چې د څلورو کسانو د خوشالۍ لپاره د خوست څلور سوه کاله راتلونکی نشي خرابولی.

نوموړي وویل، په شنو ساحو کې د قانون، زور یا په هر نوم چې تصرفات کیږي، غصب بلل کیږي:

((څوک چې د پلان خلاف که د قانون له لارې د ځمکو لاندې کولو ته لاره برابروي غصب دی، که په زور يې نیسي هم غصب دی، پدې اړه د ولسمشر حکم شته او د ولسمشر د حکم د تطبیق نه باید همیشه ولایتي شورا او مدني ټولنه نظارت وکړي، که ولسمشر تاسو خبر نه کړئ موږ يې خبروو، که موږ يې خبر نه کړو، بل څوک يې خبروي، بالاخره د یو چا غږ به وروسیږي، هغه ساحه چې تا شنه بللې وه او امر دې کړی وو، پدې کې اوس په بل ډول پلان تطبیقیږي، یا رهایشي ساحه، یا د ښار ګوټي په نوم، یا دولتي ادارو په نوم یا په بل نوم.))

بل لوري ته د حکومت د اجرائیه رئیس سلاکار داودشاه مکین زوی وايي، خوست ښار عملاً غصب شوی، د پارکونو، شنو سیمو او پارکینګونو په سیمو کې د اوسپنې غرفې جوړیږي، پدې کې که د ټوپک په زور د غصب موضوع نشته، خو دا هم غصب دی، چې یو حکومتي چارواکی د پلان خلاف د قانون په چوکاټ کې ورته لارې جوړوي.

ښاغلی مکین زوی وايي، په همدې چالاکیو ملي شتمنۍ غصب شوي دي.

بل لوري ته د خوست ولایتي چارواکي وايي، چې د ولایت مقام نوی مشرتابه په وخت کې د دولتي ځمکو هېڅ اوږد مهالی قرارداد نه دی شوی.

د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي، چې مخکې که قراردادونه شوي، د ځمکو د خپلواکې ادارې څخه شوي او مرکزي موضوع ده، خو هر ډول چې د قانون غوښتنه وي، ولایتي اداره به د هغې په رڼا کې اقدامات وکړي.

دا پداسې حال کې ده، چې د سې شنبې په ورځ د نړیوال بانک په مالي مرسته د ښار جوړولو وزارت د چارواکو او تخنیکي ټیم لخوا د خوست ښار لپاره د سټراتيژيک او پرمختیايي پلان پر جوړولو کار پیل شو.

د ښاري پراختیا وزرات د چارواکو په وینا چې د افغانستان په پنځو لویو ښارونو کې خوست اولین ولایت دی، چې ښار ته يې سټراتيژيک او د پرمختیا پلان جوړونه پیلیږي او کار به يې به د یو کال په موده کې سرته ورسیږي.