خوست - د افغانستان د پکتیا ولایت چارواکي وايي، چې د جولای پر ۲۱مه مازیګر شاوخوا درې نیمې بجې د مرکز ګردیز د دویمې حوزې په سیمه کې چاودنه شوې، چې د زرمت ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان عزیز الله پکې وژل شوی دی.
د پکتیا له رسنیز دفتر څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې چاودنه کې د قوماندان عزیز الله یو ساتونکی او د پکتیا پوهنتون څلور محصلان هم ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې چاودنه د پکتیا پوهنتون او ملکي حوزوي روغتون ترمنځ په یوه کوڅه کې شوې ده.
چارواکي وايي، په یوه موټر کې چوونکي مواد ایښوول شوي ول چې د رېموټ کنټرول په وسیله چوول شوی.
د چاودنې له امله د پکتیا پوهنتون ودانیو، ملکي حوزوي روغتون، د محصلینو لیلیو یعنې هاسټلونو او سوداګریزو ځایونو ته هم زیان اوښتی.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.