قبایلي ضلعو ته د عدالتو غځولو چارې پر کوم ځای ولاړې؟

پېښور های کورټ

د فاټا په خیبر پښتونخوا کې له ورګډېدو سره د دغه سیمې سیاسي ډانچه لا هم د نور پاکستان غوندې انتظامي جوړښتونه/انفراسټرکچر نه لري.

هلته سیاسي ادارې لکه ښارولي وجود نه لري، د هرې ضلعې په کچه بې له باجوړه په نورو شپږو ضلعو لکه خیبر، مومند، اورکزو، شمالي او جنوبي وزیرستانونو او کورمه کې لاهم عدالتونه او د قاضیانو لپاره هستوګنځي نه دي جوړ شوي.

دا هم وګورئ: باجوړ کې د عدالتونو کار پیلېدو ته مشران او شنونکي خوشاله دي

د فاټا انضمام بهیر د یوه بل پړاو له مخې د روانې جولای میاشتې پر ۲۰مه نېټه په قبایلي ضلعو کې په لومړي ځل د صوبايي اسمبلۍ لپاره ټاکنې وشوې. په ځینو قبايلي ضلعو کې عدالتي او انتظامې نظام هم تر ډېره کار پیل کړی دی او د دغه صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وايي چې په نورو کې به ډېر ژر کار پیل کړي.

که څه هم نوموړي د جولای پر ۲۵مه له مشال راډيو ته سره په خبرو کې وويل په قبايلي سيمو کې له انتخاباتو وروسته د انتظامي چارو او عدالتي نظام غځولو بهیر يې هم تند کړی دی.

له وزيرستانه خبريال صفدر حيات داوړ وايي، ځمکنې حقايق مختلف دي حکومت د کاغذونو تر حده اعلانونه کوي.

د هغه په خبره د ځینو قبايلي ضلعو انتظامې چارو ودانۍ له متعلقه سيمو بهر دي خو دوی پرېکړه کړي چې دا به ډېر ژر په خپلو سيمو کې کار پیل کړي.

"په ډېرو سيمو کې وداني نه وي ځکه په دې کې لږ وخت ولګېدو."

صوبايي وزير شوکت يوسفزی زياته کړه چې زياتره قبايلي علاقو ته ججان رسېدلي دي او هلته يې د مقدمو اورېدنې پیل کړي دي.

د قبايلي ضلعو او تحصيل په کچه عدالتونه او جوډيشل کمپلیکسونه به جوړېږي.

پېښور های کورټ له قبايلي ضلعو سره جوخت لنډمهالي عدالتونه جوړ کړي دي او ۲۸ ججانو په عارضي توګه کار پیل کړی دی.

خو د قبايلي سيمو د چارو خبريالان او څيړونکې وايي، ځکمني حقايق جلا دي او د دغو لويو پروژو سر ته رسېدو کې به ډېر زيات وخت لګېږي.

له وزيرستانه خبريال صفدر حيات داوړ وايي، سرکار د کاغذونو تر حده اعلانونه کوي: "حکومت وقتي کارونه کوي او د مستقل حل په را-اېستلو کې سنجيده نه ښکاري."

دا هم وګورئ: 'له قبایلي ضلعو بهر عدالتونه ولس ته ګټه نه لري'

بلخوا د قبايلي چارو پوه ډاکټر اشرف علي وايي، د قبايلي ضلعو په خېبر پښتونخوا کې د شامليدو يو کال پوره شوی او دا لوی بهیر دی او په دې کې به وخت لګېږي.

د قبايلي ضلعو خیبر، اورکزو او جنوبي وزيرستان انتظامي دفترونه له خپلو علاقو بهر دي که چېرې یې په سیمو کې دننه د عدالتي او انتظامې چارو دفترونه ژر فعال شي نو د ځايي ولس په ستونزو کې به ډېر کمی راشي.