خوست کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ ولمانځل شوه

د غونډې ګډونوال

خوست ـ د اګست پر ۳۱مه د افغانستان په خوست ولایت کې د پښتنو او بلوڅو د یووالي ورځ ولمانځل شوه.

د وزیرستانیو کډوالو یو مشر ملک حبیب خان مده خېل وویل، د کرښې په دواړو لورو کې د پښتنو او بلوڅانو حقونه تر پښو لاندې دي، د دوی کورونه، جمې، جوماتونه ړنګ دي، نو کچیرې حقوق يې ورنکړل شي، دوی به د خپلې حق غوښتنې غږ په نړیواله کچه پورته کړي.

خوستیو او وزیرستانیو قومي مخورو او دیني عالمانو په خپلو خبرو کې په افغانستان او دې سیمه کې امن هم د ولسونو له مهمو غوښتنو څخه وباله او پدې کې يې د پښتنو او بلوڅانو د یووالي او همکارۍ غوښتنه وکړه.

یو وزیرستانی دیني عالم مولوي احمدافغان ثاقب وویل، پښتانه او بلوڅان پر امنه خلک دي، خو که چا ورسره د انصاف خبره نه ده منلې، نو بیا دا خلک راټول شوي او په اتفاق او یو غږ يې د بې انصافۍ ځواب ویلی دی.

مولوي احمد افغان غوښتنه وکړه، چې پښتانه او بلوڅ دې د امن لپاره هم سره یو لاس شي او لدې لارې دې له خپلو سیمو جګړې او ناخوالې ورکې کړي.

خوستي قومي مشر مالي ځدراڼ د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځې لمانځنه د دې دواړو قومونو تر منځ د یووالي د ټېنګښت لپاره مهم فرصت وباله او او زیاته يې کړه، چې لدې فرصت څخه باید ښه ګټه واخیستل شي.

د خوست د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د پښتنو او بلوڅانو د پیوستون د ورځې د ناستې تابیا کړې وه.

د سرحدونو او قبایلو رئیس عبدالروف ننګیال د افغانستان د ثبات او امن لپاره د پښتنو او بلوڅانو یووالی مهم وباله او ويې ویل:

"دا چې د سنبلې ۹مه ده، د خوست د قبایلو چارو ریاست دې لپاره مراسم ونیول، تر څو هغه پښتانه قومونه چې د وزیرستان څخه خوست ته راکډه شوي دي او په خپله د خوست میشت قومونه په ګډه ټولو کلیو او بانډو ته دا پیغام ورسوو، چې پښتانه او بلوڅ دوه وروڼه قومونه دي، دوی چې کله اتفاق کړی د افغان ملت د پرمختګ او امن سبب ګرځیدلی، خو کله چې دا یووالی کمرنګه شوی دی، نو د افغانستان د کمزوری او جګړو سبب هم شوی دی."

د ځینو تاریخي مالوماتو پربنسټ اویا کاله دمخه په همدې ورځ د ۱۳۲۸ لمریز کال د سنبلې په ۹ مه د کوزې پښتونخوا قومي مشرانو او د دې سیمې د ملت پالو ګوندونو استازو په کابل کې په یوې سترې جرګې کې دا ورځ د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې په نوم ونوموله، چې تر هغه وروسته هر کال په همدې ورځ لمانځل کیږي.