خوستوالو په ولسمشریزو ټاکنو کې د پراخ ګډون هوډ وکړ 

د خوست قامي مشران

د خوست قومي مشران او دیني عالمان وايي، چې د تېر ځل په شان به بیا هم ددې ولایت نارینه او ښخینه د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

دوی یادې څرګندونې نن د دوشنبې په ورځ په هغه غونډه کې وکړې، چې د دې ولایت د ټولو پنځلسو اداري واحدونو یو شمېر قومي مشرانو او ولسوالانو په کې برخه اخیستې وه.

بل لوري ته بیا د خوست ولایتي شورا د دې ولایت له پوځي ادارو غواړي، چې د ټاکنو د امنیت لپاره تدابیر ډېر کړي او خلکو ته پدې ملي بهیر کې د ګډون لپاره هر اړخیزه زمینه برابره کړي.

د خوست قومي مشرانو مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې پدې ولایت کې امنیت نسبتاً ښه دی او خلک هم په فکري لحاظ د تلې د ۶مې یا د سپټمبر د ۲۸مې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره تیاری لري.

د منګلو، ځدراڼو او تڼیو دریو تنو قومي مشرانو حاجي ريژه ګل منګل، سمین خان ځدارڼ او حکیم ولي تڼي مشال راډیو ته وویل، چې د دوی د ولسوالیو نارینه او ښځینه تیار دي، چې په ټاکنو کې پراخه ګډون وکړي.

دوی زیاتوي، ډیریو خلکو خپلې تذکرو باندې سټیکرې لګول او د خپلو امکاناتو په حدودو کې به پدې ملي پروسه کې ګډون کوي.

د هېواد په کچه امنیت او په ټاکلي وخت ټاکنیزو مرکزونو او محلولونو د رای اچونې د اساسو موادو لیږدول هغه څه دي، چې خلک يې په اړه انديښنې لري.

د خوست ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان همدې اندیښنې ته په کتو له حکومت غواړي، چې د ټاکنو لپاره امنیتي تدابیر پراخ کړي، تر څو خلک په ارامه فضاء کې خپلې رايې وکاروي.

ده د ټاکنو پر ولایتي دفتر هم غږ وکړ، چې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو ستونزو د تکرار مخه ونیسي او پر وخت په مرکز او ولسوالیو کې ټولو مرکزونو او ټاکنیزو محلونو ته اساس مواد ولیږدوي.

بل لوري ته د خوست چارواکي ډاډ څرګندوي، چې پدې ولایت کې به ټاکنې په پرامنو شرایطو کې ترسره شي.

خوست والي محمدحلیم فدايي په خپلو خبرو کې له خوستوالو وغوښتل، چې په ټاکنو کې د ګډون له لارې د هېواد مشر وټاکي.

ده ټاکنې د زور، استبداد، زورواکۍ، توطیو، دسیسو، کودتاګانو او انقلابونو د مخنیوي سوله ییزه لاره وګڼله.

ښاغلي فدايي خلکو ته هم ډاډ ورکړ، چې ټولې امنیتي ادارې به د شته همغږۍ له لارې د ټاکنو لپاره پوره امنیت تامین کړي، خو ده پدې کار کې د قومي دودونو او اربکیو له لارې ولسي همکاري هم اړینه وبلله.

په خوست کې د ټاکنو دفتر د مسوولینو په وینا، چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به د رای اچونې ۱۸۶ مرکزونه وي، چې ۸۳۵ د رای اچونې محلونه به ولري.

ددوی په وینا، په خوست کې دونیم لکه کسانو په خپلو تذکرو یا پیژند پاڼو سټیکرې لګولي او دوی به د تلې په ۶مه یا د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۸مه په ولسمشریزو ټاکنو خپلې رايې وکاروي.

د افغانستان امنیتي ارګانونو ویلي، چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره ۷۲زره سرتیري توظیف شوي، چې په څو راتلونکو ورځو کې به لومړی درجه احضارات ورکړل شي او تر ۳۰ پورې نور اظافي سرتیري به هم د ټاکنو د امنیت لپاره موجود وي.