علي وزیر پر ګرفتاریو د حقونو نړيوالې ادارې خبروي

علي وزیر په کوټه کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال. ۲۰۱۸ز کال، ۸ اپرېل

که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د سر سر دوه مخکښان او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن داوړ د روانې میاشتې پر ۲۰ نېټه په یوه مشروط ضمانت راخوشې شوي دي خو ځینې غړي یې لاهم د پاکستان په بېلابېلو زندانو کې بندیان دي.

په دوی کې یې څلور غړي دا مهال په هريپور ، دوه په بنو جيل کې او نور په ډيره اسماعيل خان زندان کې او څلور یې په بلوچستان کې بندیان دي.

د غږرځنګ په بندي غړيو کې، ملا بہرام، کاکا شفیع ترین، ‏بلال پښتین، ‏اسماعیل مسيد، ‏شیراز مومند، ‏عبدالحی وزیر، ‏انور پښتين، ‏عارف وزیر، ‏شاہ فیصل غازی، ‏‏قاضی طاهر، ‏حنیف پښتین، ‏دوست محمد، ‏جمشید، ‏قاسم اڅکزی، ‏مصطفی پښتين او نور شامل دي.

علي وزیر او محسن داوړ د روانې میاشتې پر ۲۰ نېټه په یوه مشروط ضمانت راخوشې شول

په پنجشنبه د پي ټي اېم مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان غړي علي وزير مشال راډيو ته وويل چې د غورځنګ ځينې غړي تر عامه نظم قانون (تري اېم پي او) لاندي نيول شوي دي. نوموړی زیاتوي چې د خپلو ملګرو راخوشېکولو لپاره به ټولې قانونې چارې لټوي. د ترهګرۍ ضد قانون (۷ اې ټې اې) اود (درې ايم پي او) د ناسمې کارونې پرضد به عدالت ته ځي.

د علي وزیر په خبره د دې خلاف به په پارلېمان کې غږ اوچتوي او پښتون ژغورنه غورځنګ به د بشري حقونو له قامي او نړيوالو ادارو سره هم په دې لړ کې رابطې کوي.

دا هم وګورئ: ریاست وزیرستان له ماینونو نه پاکوي: منظور پښتین

د پي ټي اېم مشر وکیل او سیاستوال لطيف اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې د علي وزير او محسن داوړ مقدمه سخته وه خو زیاتوي چې د غورځنګ د نورو نيول شويو غړيو په مقدمو کې مرستې ته تيار دی.

''د علي وزير او محسن داوړ مقدمه ډېره سخته وه. د قانون له پلوه نه بلکې له سياسي پلوه مشکله وه. اعلا ادارې او لوی خلک حتا وزيراعظم او پوځي جنرلان له دې خبر وو. هغوی به سر خوځولو چې نه.دا نورو نيول شويو کسانو په زندان کې دومره موده نه ده تېره کړې. له ما سره یې مقدمې نشته خو که یې رابطه وکړه نو زه به ورسره مکمله مرسته کومه.''

په بنو کې د پي ټي اېم جلسه، ۲۰۱۸ز کال ۲۸م اکتوبر

د پښتون ژغورني غورځنګ غړي علي وزير په خپلو خبرو کې دا هم ويلي دي چې د غورځنګ مرکزي کمېټۍ غونډه کې به د بندي غړیو ترڅنګ د تنظيم په نورو چارو هم خبرې کېږي. خو نوموړي د غونډې نېټه و نه ښودله.

علي وزیر او محسن داوړ د خړ کمر له پېښې وروسته نيول شوي ول. د پښتون ژغورنې غورځنګ په وينا د سږني ۲۰۱۹ز کال د مې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې یې ۱۴ غړي وژل شوي او تر ۴۰ زيات ژوبل دي خو امنیتي ادارې دا ردوي او تور پورې کوي چې د محسن او علي په مشرۍ مظاهرچیانو د دوی پر یوه پوسته برید کړی وو چې پکې د پوځ پنځه تنه ژوبل شوي ول خو د خپلې دې ادعا لپاره يې کوټلي ثبوتونه نه دې راوړي.