میاخېل: سلګونه داعشیان تسليم شوي، اکثر یې قبایلیان دي

له تسلیم شويو کسانو څخه ۱۸۳ کسان رسنیو ته وښودل شول.

جلال اباد ـ د ننګرهار چارواکي وايي داعش ډلې ماتې خوړلې، سلګونه جنګیالي یې حکومت ته تسلیم شوي چې ډېری یې د پاکستان د قبایلي سیمو سره تړاو لري.

دوی وايي، په اچین ولسوالۍ کې د بریاليو عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه ۲۲۵ تنه داعش جنګيالي او نږدې ۴۰۰ ښځې او ماشومان ملي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي.

چارواکي وايي، په تسلیم شويو داعشیانو کې يې اکثره د پاکستان د قبایلي ضلعو سره تعلق لري.

دا هم وګورئ: ولسمشر غني وايي، له شینوارو د داعش ټغر ټولوي

په ننګرهار کې له دغو تسلیم شويو داعش وسله والو څخه يې ۱۸۳ تنه چې په تېرو څو ورځو کې په اچين ولسوالۍ کې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي ول، د یکشنبې یا اتوار په ورځ د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د رسنیو استازو ته وښودل شول.

په دې مطبوعاتي کنفرانس کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وویل، په تسلیم شويو داعشیانو کې يې اکثره د پاکستان د قبایلي ضلعو سره تعلق لري:

"د داعش پورې تړاو لرونکي چې موږ ته تر اوسه تسلیم شوي ۲۲۵ تنه يې نارینه دي. له دې نه علاوه ۱۹۰ ښځې او ۲۰۸ ماشومان هم دي چې دا ۳۹۸ تنه کېږي. نن د تسلیم شويو کسانو څخه ۱۸۳ کسان دلته حاضر دي او ۴۲ کسه تاسو ته مخکې ښودل شوي وو. په دې کې زیات کسان د پاکستان پورې تړاو لري او څه د نورو هېوادونو دي."

په دې کې زیات کسان د پاکستان پورې تړاو لري او څه د نورو هېوادونو دي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل


دا چې د تسلیم شويو داعشیانو ښځې او ماشومان به له څه ډول سرنوشت سره مخ کېږي؟ د دې په پوښتنې په ځواب کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وویل:

" موږ د دولت په سطحه يوه پروسه لرو. هغه چې افغاني اتباع دي، که ښځې دي او که ماشومان دي، پالیسي دا ده چې خپلو سيمو ته ولېږدول شي او خپلو خپلوانو سره واوسېږي. هغه موږ نه ساتو. هغه ښځې او ماشومان چې بهرنيو هېوادونو پورې تړاو لري، هغه کابل ته لېږو، مرکزي حکومت به د هغوی په هکله تصمیم نیسي. او هغه ښځې او ماشومان چې د اورکزو، د اپريدو او یا د باجوړ سره تعلق لري، هغه موږ سره په ننګرهار کې دي، که چېرې يې مشران له هغې خوا نه راشي، موږ دې ته حاضر يو چې ور ويې سپارو."

تسلیم شوي داعشیان وايي چې په جوماتونو کې ملایانو په افغانستان کې جهاد ته هڅولي ول. د عبدالمالک په نوم یو تن وویل:

"د پاکستان د قبایلو د تیرا اوسېدونکي یم. موږ ته به هلته په جوماتونو کې پينځه وخته ملایانو دعوت راکولو چې تاسو په افغانستان کې جهاد وکړئ. هلته مرتد دي، کافر دي، په همدې اساس موږ دلته جذب شوو، خو دلته راته معلوم شول چې دا د استخباراتو یو جنګ دی، موږ راغلو او د سولې له پروسې سره يو ځای شوو."

د بختیار په نوم یو بل تن مشال راډیو ته ویل:

" د کونړد شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي یم. موږ ته چې پته ولګېده چې دا خلک خو د الله د رضا لپاره نه جنګېږي، موږ د وتلو کوشش کولو خو نه مو شوو کولای چې له هغې ځایه راووځو. دولت چې عملیات شروع کړل، ساحې راتنګې شولې، موږ موقع پیدا کړه، ترې راووتو او خپل دولت ته تسليم شوو."

موږ ته به یې ویل، په افغانستان کې جهاد وکړئ. هلته مرتد دي، کافر دي.
یو تسلیم شوی داعش جنګیالی عبدالمالک


د ننګرهار د ملي امنيت رییس نظرعلي واحدي وايي چې ملي امنیتي ځواکونو د ښې همغږۍ په بنیاد د داعش ټغر له ننګرهاره ټول کړی دی.

"نن په ننګرهار کې د داعش اخېرینه فاتحه ده. څه پاتې شوني چې لري، هغه به څو ورځې بعد بیا هم وګورئ، چې دا مېز به بیا هم له وسلو ډک وي. نور داعش په ننګرهار کې ختم شول."

د ده په خبره په دې وروستيو کې ملي امنیتي ځواکونه د ولس په ملاتړ په دې توانېدلي چې په داعش وسله والو ساحې تنګې کړي چې له امله يې هره ورځ ملي امنیتي ځواکونو ته په لسګونو داعشیان له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره يو ځای تسلیمېږي.