د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، چې د روان لمریز کال په اولو اوو میاشتو کې يې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي۵۴ بېلا بېلې قضیې ثبت کړي دي.
دوی یادې څرګندونې د چارشنبې پر ورځ په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په لمانځنه کې وکړې.
په دې لمانځنه کې چې د خوست د بېلابېلو سیمو لسګونو نجونو او میرمنو ګډون کړي وو، ویناوالو وویل، د نورو سیمو په شان دې ولایت کې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بیلابیلې پېښې رامنځته کېږي.
دوی وايي، په دې پېښو کې له کوره د ښځو تېښته، طلاق غوښتنه، د نامزادۍ فسخه کېدل او نور هغه موارد شامل دي، چې تر ډېره د کورنيتاوتریخوالي له کبله رامنځته کېږي.
د خوست د ښځو چارو رئیسې شافعه نورزی مشال راډیو ته وویل، د روان لمریز کال دوی سره په وروستیو ۷میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۴ قضیې ثبت شوي دي.
دې وايي، هغه قضیې چې ډېرې جدي نه وې، د ښځو چارو ریاست په منځګړتوب حل شوي او جدي قضیې بیا عدلي او قضايي ادارو ته لېږل شوي دي.
د نومبر ۲۵مه په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره د خلکو د پوهاوي د زیاتیدو په خاطر لمانځل کیږي.
مدني فعاله نادیه باوري هم له خپلو کورونو د ښځو تېښته او په کورونو کې له ښځو سره د زور زیاتي د قضیو یادونه کوي.
دې وايي، پدې ناسته کې هم دوې ښځې داسې دي، چې د خپلو کورنو پرېښودو ته مجبورې شوي او قضیې يې په محاکمو کې تر کار لاندې دي.
د خوست د ولایتي شورا استازې نعت بي بي عمري هم وايي، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کې ډېروالۍ راغلی دی.
دې پدې برخه کې د حکومتي چارواکو د کلکې پاملرنه غوښتنه لري او وايي، د نارینه وو په شان د ښځو قضیو ته په وخت رسیده ګي نه کیږي.
بل لوري ته خوست والي محمدحلیم فدايي وايي، پدې ولایت کې د ښځو لپاره په یو شمېر اقتصادي برنامو کار کوي، تر څو ښځې پر ځان بسیا شي او لدې کبله د رامنځته کیدونکي تاوتریخوالي څخه وژغورل شي.
دی مني، چې تر اوسه په افغاني ټولنه کې ښځې مظلومې پاتې شوي،هغوی ته د کار او تعلیم حق ندی ورکړل شوی، میراث نه ورکول کیږي، په بدو کې ورکول کیږي او د هر ډول ظلم او زیاتي قرباني دي.
بل لوري ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل خپور کړي رپوټ کې ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷۶۲ پیښې ثبت کړي، چې د تیرکال د همدې مودې په پرتله ۸،۲ فیصده زیاتوالی ښيي.
په دې شمیر کې ۸۶۱ پيښې د فزیکي تاوتریخوالي، ۱۳ پېښې د جنسي تیري، ۴۸۵ پیښې د اقتصادي تاوتریخوالي، ۱۰۱۴ لفظي تاوتریخوالي او سیاسي فعالیتونو کې د ګډون د مخنیوي څو پېښې هم شاملې دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، سږکال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ټولو ثبت شوو پېښو ۹۷.۷ فیصده یې د کورني تاوتریخوالي پېښې دي.