د پکتیکا په خیرکوټ او جاني خېلو ولسوالیو کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه، دېرش بستریز روغتون، دوه استنادي دیوالونو او یو خامه سړک د جوړولو کارونه پیل شول.
د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکنی چې د پنجشنبې په ورځ د ځینو ولایتي مسوولینو په ملتیا یادو ولسوالیو ته ورغلی وو، رسنیو ته وویل، چې پدې کې یوه په جاني خېلو کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دېرش بستریز روغتون پروژه، خیر کوټ کې د دوه استنادي دیوالونو او د ۷ کیلومتره په اوږدوالي د خامه سړک د جوړولو پروژې شاملې دي.
د پکتیکا والي د جاني خېلو او خیرکوټ د ولسوالیو له اوسیدونکي قدرداني وکړه، چې د رغنیزو پروژو په پلي کېدو کې يې حکومت سره همکاره دي.
مجیب الرحمن څمکني زیاته کړه:
((یو د جاني خېلو ولسوالۍ دېرش بستریز روغتون دی، چې هغه به د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت سټنډرډ او په معیار جوړیږي، بل په خیر کوټ کې دوه استنادي دیوالونه وو، چې په هغو ۸ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او بل دا سړک دی چې جغل پرې اچول شوی ۷ کیلومتره اوږدالۍ لري، د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.))
د خیرکوټ او جاني خېلو قومي مخورو هم له ولایتي ادارې مننه وکړه چې د دوی د غوښتنو سره سم يې په یادو سیمو کې پروژې پیل کړې.
دوی په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ، چې د یادو پروژو په پلي کیدو کې به د امنیت په ګډون هر ډول همکاري کوي.
د پکتیکا د جاني خېلو او خیرکوټ ولسوالیو مشرانو او ځوانانو د ولایتي ادارې له مسوولینو وغوښتل، چې په یادو سیمو کې نورو برخو کې هم د اساسي پروژو پلي کیدو ته پاملرنه وکړي.
پکتیکاوالو مشرانو وویل، د حکومت او ولس تر منځ د متقابلې همکارۍ لاره داده، چې د دوی اړتیاوې او غوښتنې واوریدل شي او په عملي کیدو کې يې د دې دریو پروژو په شان عملي کارونه وشي.