د خیبر ضلعې په لواړګي کې د یو ځوان خاطر شینواري د مړینې پلټنو، د هغه د کورنۍلپاره د شهید پېکیج او د نورو اتو کسانو د خوشې کولو په موخه احتجاجي ناسته تر چارشنبې پورې غځول شوې ده.
دې پرلت ته له شمالي وزیرستانه د صوبایی اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر هم وینا وکړه او ویې ویل، ''هېڅوک حق نه لری چې دوی خیبر ته له ورتلو ودروي''.
نوموړي زیاته کړه، ''دا یوازې د خاطر شینواري پیښه نه ده بلکې د قبایلي سیمو په بې شمېره کورونو کې میندو په خپلو نازولیو بچیانو ژړلي دي، خویندو د وروڼو مړیو ته ژړلي دي، دا یو معلوم جنګ دی چې څوک د دې وطن د تور سرو او د سپین ږیرو د عزت خبره کوي، چې څوک د دې خاورې د ننګ خبره کوي، چې څوک د دې وطن د بچو د مستقبل خبره کوي، هغه به یا په جېل کې وي یا به په ګولیو ویشتل کېږي.''
میر کلام وزیر وویل، ''هېڅوک دوی نه شي وېرولی او د خپل ولس غږ په جار او ویاړ پورته کوي''.
دې لویې ولسي غونډې ته د خیبر سیاسي اتحاد مشر د عوامي نیشنل ګوند شاه حسین شینواري وینا وه چې دغې پېښې د 'پښتنو غیرت ولړزاوه او دا پریکړه یې کړې چې خپل پرلت تر راتلونکې چارشنبې پورې غځوي'.
ښاغلي شینواري وویل خپله دا غوښتنه بیا تکراوري چې تر څو یې اته کسان خوشې شوي نه وي، د خاطر کورنۍ ته یې شهید پېکېج نه وي ورکړی نو تر هغو به خپل احتجاج جاري ساتي.
شاه حسین شینواري په خپله وینا کې وویل چې د خاطر شینواري په وژنه کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړل شي او که یې په خپله نه شي سزا کولی نو عدالت ته یې وړاندې کړي.
پر دې مهال د جمعیت علماء اسلام یو مخکښ مفتي اعجاز شنیواري وینا وه چې د خاطر شهید مرګ د ټول قوم او انسانیت مرګ دی. د نوموړي په وینا، ''د نامعلومه کسانو له خوا د برید په تور کې بې ګناه خلک وژل ظلم دی. د خاطر شینواری ښځه کونډه شوه، بچي یې یتیمان شول، دې کورنۍ ته یې ډېر لوی درد ورساوه نور د سیمې ولس داسې پېښې نشي زغملی.''
بل پلو د خیبر قومي مشرانو ویلي، د ایف سي ځواک چارواکو د جرګې پر مهال د دوی زیاتره غوښتنې منلي دي او د خاطر کورنۍ ته یې باور ورکړی دی چې ټولې اندیښنې به یی لیرې کوي.
د خیبر پسیدخېلو کلي خاطر خان د دسمبر په ۲۱ نېټه په هغه سیمه کې د یوې بمي چاودنې نه پس د لټون د عملیاتو په وخت د نورو نولسو کسانو په شمول امنیتي ځواکونو نیولی وو او د کورنۍ غړي یې وایي، د ایف سي په حراست کې یی ساه ورکړې خو د ایف سي ځواک چارواکو ویلي وو چې د اېف سي ودانۍ له د تښتېدو پر مهال د پرېوتو له امله مړ شوی دی.
چارواکي وایي، تر اوسه په نیولیو نولسو کې یولس تنه خوشې شوي دي او پاتې اته تنه به په راروانو څو ورځو کې تر پلټنو پس خوشې کړل شي.