د خوست چارواکي وايي، د دې ولایت د اقتصادي پرمختیا او خلکو لپاره د کار موندنې د فرصتونو د برابرلو په خاطر به د پانګونې اسانتیاوې ډېرې کړي.
دوی زیاتوي، سوداګر او پانګوال دې د سوداګرۍ او پانګونې په خونه کې ځانونه ثبت کړي او د شخصي مراجعې پرځای دې، د رسمي او قانوني ادرس له لارې چارواکو سره خپلې ستونزې او غوښتنې شریکوي.
بل لوري ته سوداګر او پانګوال د حکومت د دې خبرې هرکلۍ کوي او وايي، کچیرې هغوی ته اسانتیاوې برابرېشي، په دې ولایت کې به د اقتصادي پرمختیا بهیر چټک شي.
د پنجشنبې ورځې ناوخته د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر نواب امیرزي مشال راډيو ته دې ادارې لپاره د نوې ودانۍ د اساسي رغونې د پرانیستې په څنډه کې وویل:
"دوی ته کولی شو په بهر کې بازار موندنه وکړو، دوی له بهره مالونه راوړلی شي، دوی لدې لارې بهر ته سفرونه کولی شي، دوی ته د ځاني محافظت په خاطر د وسلې د ورکولو اسانتیا برابرولی شو، بل دا اداره د خپلې نوي کلنې سابقې له کبله د باور څخه برخمنه ده او دا کار د دوی د سوداګرۍ له پرمختیا سره مرسته کوي."
امیرزي د پانګونې پر وړاندې د نورو ستونزو په خوا کې په حکومتي ادارو کې اداري
فساد هم هغه ستونزه بولي، چې له کبله يې پانګوال په دې ولایت او هېواد کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
د سوداګرو او پانګوالو لپاره د یو واحد او ګډ ادرس شتون دوی لپاره هم مهم دی او پر اړتیا يې ټېنګار کوي.
ملي سوداګر حاجي شهباز ګربز وايي، کچیرې پانګوال او سوداګر په دې ولایت کې پانګونه غواړي او یا کارخانې او فابریکې جوړوي، له دې لارې باید حکومت ته معرفي شي.
د ده په وینا، حکومت مسوولیت لري، چې د پانګوالو لپاره د پانګونې شرایط او د هغوی د امنیت په برخه کې لازم اقدامات وکړي.
د خوست په سوداګریز بهیر کې غلام خان بندر رسمي ترانزیټ کېدل د اهمیت وړ دي.
د خوست اوسیدونکو په تېرو نولسو کلونو کې په دوامداره توګه د افغان حکومت له مشرتابه غوښتي، چې غلام خان بندر دې ترانزیټ شي، تر څو له خوست ته پاکستان ته د ویزو په واسطه تګ او راتګ او د ټولو سوداګریزو توکو واردات او صادرات پیل شي.
د خوست د سوداګرو د یو بنسټ مشر حاجي جمال تڼي وویل، تر څو چې دا لاره ترانزیټ نشي، د خوست سوداګر او پانګوال به محتاجه او لالهانده وي او په دې ځای کې به سوداګري داسې ونه غوړېږي، لکه څرنګه چې د دوی او خلکو غوښتنه ده.
بل لوري ته خوست والي محمد حلیم فدايي هم وايي، هغو سوداګرو ته به د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي، چې هغوی د یو مشخص او قانوني ادرس له لارې دوی سره خپلې غوښتنې شریکې کړي:
"په خوست کې د پانګونې او سوداګرۍ خونې د ټولو سوداګرو او پانګوالو لپاره د یو واحد ادرس په توګه پرانیستنه وکړه او زموږ هیله داده چې د همدې ادرس له لارې به موږ د ټولو پانګوالو، سوداګرو چې کومې ستونزې دي حلوو او اسانتیاوې به ورته برابروو."
یاده دې وي، څو ورځې وړاندې په خوست کې د یو شمېر تولیدي فابریکو او کارخانو مالکینو د خوست له حکومتي مسوولینو غوښتي ول، چې دوی ته دې د ډېرې پانګونې لپاره د ځمکې او برښنا اسانتیا برابره کړي.