د خیبر پښتونخوا په کابینه کې بدلون راوستل شوی

د ارشیف انځور:

پېښورـ د خیبر پښتونخوا وزیراعلا د جنورۍ پر څلورمه، په کابینه کې د ځينو وزیرانو عهدې بدلې کړي او ترڅنګ یې ځیني نوي وزیران او سلاکاران هم ټاکلي دي.

عارف احمدزی چې د کان کیندنې او معدنیاتو په چارو کې د وزیراعلا خصوصي سلاکار مقرر شوی د جنورۍ پر څلورمه یې مشال رېډيو ته وویل چې وزیراعلا د څلورو وزیرانو عهدې بدلې کړي او دوه نوي وزیران او شاوخوا اته سلاکاران او مشیران یې مقرر کړي دي.

عارف احمدزی زیاتوي، دا کار د حکومتي کارکردګۍ نورې ښه کولو لپاره شوی دی.

"مشران ټول هر څه ته ګوري او کیدای شي ځینې داسې وزارتونه وو چې په هغې کې بدلونونه ضروري وو. زیات وزارتونه وزیراعلا سره وو او هغوی غوښته چې د ښې کارکردګۍ لپاره دې ورکړل شي او هر چاته دندې ورکړل شي. په کابینه کې هم د درو وزیرانو کمی وو او دغسې سلاکاران هم کم وو. کیدای شي چې د یو وزیر کارکردګي په بل ځای کې ډیره ښه وي نو ځکه پرې حکومت سوچ کړی او ورته یې نور وزارتونه ورکړي دي."

دا هم وګورئ: د خیبر پښتونخوا پولیس افسرانو پر بیا بیا تبادله نیوکې

د وزیراعلی د پرېکړې سره سم، اقبال وزیر او شاه محمود نوي وزیران ټاکل شوي دي، دغسې د بلدیاتو پخواني وزیر شهرام ترکۍ ته د روغتیا وزارت، د صحت وزیر هشام انعام اله ته د خیر ښېګړي، د مواصلاتو وزیر اکبر ایوب ته د تعلیم او د معدنیاتو وزیر امجد علي ته د هاوسنګ وزارت ورکړل شوی.

خبریال محمود جان بابر وایي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشری له صوبايي حکومته داسې څرګندېږي چې دوی له وخت تېریدو سره د اولس مسلو ته د کتو پر ځای په نورو خبرو جوړجاړۍ کوي او د فشارونو مقابله نشې کولای.

هغه زیاتوي:

"پاکستان تحریک انصاف په مشری حکومت ویلي ول چې کورنی سیاست به ختموي خو په دې کې ځینې داسې وزیران زه پیژنمه چې د هغوی د کاردګۍ د خرابېدو خبرې کیدې نو د هغوی نه یې وزارت واخیسته او بل ښه وزارت یې ورته ورکړ. په دې بدلون کې د خاندانونو اجاره داري هم ډیر زیاته شوې ده. مهم وزارتونه د لویو خاندانونو کسانو ته ورکړل شوي او دې ته کتل شوې چې د هغوی خاندان څومره زیات ووټ اخیستلې شي. د کابینې په بدلون کې هغه ځوانان له پامه غورځول شوې چې په خپل مټ یې ووټ اخیستې وو او خلکو ورته د تبدیلۍ لپاره رایې ورکړې وي."

د تعلیم وزیر ضیاالله بنګش د انفارمیشن ټیکنالوژۍ، کامران بنګښ د بلدیاتو، د پاړه چنار نه د صوبايي اسمبلۍ استازی غزن جمال د ایکسایز او ټیکسیشن او له چتراله د کیلاش ټولنې وزیر زاده د اقلیتونو د چارو سلاکاران مقرر شوي دي.