د پاکستان وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا لپاره د ډاکټر نعیم خان پرځای ثناء الله عباسي نوی پولیس مشر ټاکلی دی خو په خیبر پښتونخوا کې اپوزېشن د تحریک انصاف پر صوبايي او وفاقي حکومت نیوکې کوي چې امنیتي او انتظامي افسران کار ته نه پرېږدي او په بیا بیا د افسرانو تبادلې کوي.
بېګا ماښام په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر او صوبايي سېکرېټري سردار حسېن بابک مشال راډیو ته وویل، نه یواځې د پولیسو مشر بیا بیا بدلېږي بلکې د نورو انتظامي افسرانو هم دغه حال دی: ''په یو نیم کال کې دا د پولیسو څلورم مشر دی چې دوی یې بدلوي، د امنیتي افسرانو ترڅنګ د نورو انتظامي افسرانو هم دغه حال دی او یو لوی افسر هم د خپلې درې کلنې اییني مودی پوره کولو ته نه پرېښودل کېږي. د پښتونخوا موجوده حکومت په خپلو پښتنو افسرانو هم اعتماد نه کوي او دې صوبې ته ګڼ شمېر افسران له پنجابه او نورو صوبو راوستل شوي دي.''
په پېښور کې خبریال او کارپوه شمیم شاهد وايي، د انتظامي او امنیتي افسرانو د بیا بیا تبادلو له وجې د محکمو پر کارکردګۍ بد اغېز پرېوځي.
د صوبايي حکومت یا د وفاقي حکومت چارواکو په خیبر پښتونخوا کې د نوي پولیس مشر پر ټاکنه څه نه دي ویلي خو د انګرېزۍ ژبې یوه پاکستانۍ ورځپاڼه دي نیوز لیکي، وزیر اعظم عمران خان د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر ډاکټر محمد نعیم له کارکردګۍ خوشاله نه وو. خو له مشال راډیو سره په خبرو کې د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو وزیر که څه هم د پخواني پولیس مشر ډاکټر نعیم خان پر کارکردګۍ نیوکې ونکړې خو و یې ویل چې د پولیسو او نورو انتظامي افسرانو د تبادلو پرېکړه د افسرانو کارکردګۍ او د محکمو اړتیاوو ته په کتو سره کېږي.
په پېښور کې خبریال او کارپوه شمیم شاهد وايي، د انتظامي او امنیتي افسرانو د بیا بیا تبادلو له وجې د محکمو پر کارکردګۍ بد اغېز پرېوځي.
یاده دې وي چې د خیبر پښتونخوا نوی پولیس مشر ثناء الله عباسي تر دې وړاندې د ګلګت بلتستان د پولیسو مشر وو او په سیند صوبه کې هغه د تره ګرۍ ضد پولیس څانګي مشري هم کړې ده.
د فېسبوک تبصرې