د خیبر قبایلي ضلعې د باړې هغه خاصه دار او لیویز ځواک کسان چې د بد امنۍ او پوځي عملیاتو په وخت د خپلو دندو نه په شا کېدو په تور کې معطل شوي دي وایي، د دوی نوکرۍ دې بیرته بحال کړل شي.
دغه خاصه دار او لیویز وایي چې کله په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ جګړه تېزه شوه او کورنې یې له سختو ګواښونو سره مخ شوې نو دوی هم خپلې کډې خوندي ځایونو ته یوړې او باړه یې د عارضي مودې لپاره پرېښې وه خو د دغې عمل په بدل کې دوی له دندو لیرې کړل شول او اوس له تېرې اوږدې مودې راهیسې له سختو کړاونو سره مخامخ دي.
د خیبر انتظامي چارواکي وایی دا ټول اووه سوه ۷۰۰ کسان وو چې څه د پاسه پینځه سوه ۵۰۰ پکې بحال شوي او دا یو سل او نهه ویشت ۱۲۹کسان پکې پاتې دي او د قانوني تقاضو پوره کولو نه پس به بحال کیږي.
یو معطل شوی خاصه دار هدایت الله اپرېدي مشال راډیو ته وویل: ''موږ ټول ۱۲۹ کسان یو، څه د پاسه لس کاله مو وشول چې بې روزګاره یو او د دغو نوکریو په تمه یو، هلته په هغه وخت کې حالات ډېر خراب وو، چې کله پوځ سیمې ته رادننه شو نو بیا زموږ د اوسېدو سم ځایونه نه وو، کورنیو ته مو خطر زیات شو، موږ په هغه وخت کې ځانونه او کورنۍ بچ کړې، موږ که بحال کړي نو اوس هم ډیوټیو ورکولو ته تیار یو.''
د لېویز ځواک یو تن صدیق اپرېدی وایي: (چې د یو ملازم سړي نوکري ختمه شي نو د کور نغری یې بند شي، واړه بچي لرو اوس یې څه درک نه لګېږي، ډېر تکلیفونه مو تېر کړل، هېڅوک زموږ غږ نه اوري.)
د لېویز یو بل تن عبدالمالک اپریدی وایي: ''خیبر یو پوځي عملیاتو په وخت په سیمه کې کرفیو وه، بس ډیوټې ورکولو جوګه نه وو، وس ډیر وخت وشو چې مونږ حکومت ته خپلې صفایانې جمع کړي دي، چې په چا یی شک وي او څه الزام وي پرې هغه دې نه بحالوي خو چې څوک سپین وي باید بحال کړل شي.''
په سېنېټ کې د سرحدي او قبایلي امورو کمیټې یو غړې سېنېټر مومن خان وایي: ''موږ په دې لړ کې ډېرې غونډې کړې دي او د بحالېدو لپاره یې هلې ځلې روانې دي، د حکومت خپلې څه تقاضې پوره کول غواړي ځینې داسې خبرې وي چې د هغې صفایی مهمه وي، زیاتره کسان پکې بحال شوي او دا باقي پاتې به هم بحال شي.''
د خیبر انتظامي چارواکي وایی دا ټول اووه سوه ۷۰۰ کسان وو چې څه د پاسه پینځه سوه ۵۰۰ پکې بحال شوي او دا یو سل او نهه ویشت ۱۲۹کسان پکې پاتې دي او د قانوني تقاضو پوره کولو نه پس به بحال کیږي.