شته پرمختګونه د افغان ځواکونو د قربانیو ثمره ده: پکتیکاوال

په پکتیکا کې غونډه

د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ قومي مخور، مدني فعالان، روڼ اندي او ځوانان وايي، پدې هېواد کې ټول پرمختګونه د افغان امنیتي او د فاعي ځواکونو د قربانیو پایله ده او خلک يې ملاتړ کوي.

دوی نن د چارشنبې په ورځ د افغان ځواکونو د ملاتړ په پار جوړه شوې غونډه کې وویل، تر هغه چې د دې هېواد امنیتي ځواکونه پياوړي نه وي او ولس يې کلک ملاتړ ونکړي،پدې هېواد کې ډاډمن امن او ټېکاو نشي رامنځته کیدلی.

بل لوري ته په پکتیکا کې د افغان ځواکونو منسوبین وايي، د ولسونو ملاتړ د دوی روحیه پیاوړي کوي.

د پکتیکا په ارګون کې د افغان ځواکونو په ملاتړ او د هغوی د فعالیتونو د ستاینې په موخه غونډه چې د یادې سیمې د لسګونو قومي مخورو، روڼ اندو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه، د برنامې یو تابیا کوونکي محمدالله همتیار مشال راډیو ته وویل، ددې پروګرام يې موخه داده چې افغان ځواکونه وستايي.

ده زیاته کړه، د افغان ځواکونو د قربانیو له برکته ولس ارامه ژوند کوي او تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته يې ښه امنیت نیولی وو.ګ

پکتیکاوال قومي مخور او مدني فعالان وايي، په افغانستان کې شته پرمختګونه د افغان ځواکونو د قربانیو نتیجه ده.

دوی زیاتوي، د پیاوړو ځواکونو پرته د قوي نظام شتون ممکن نه دی، نو ټولو افغانانو ته بایده دي، چې د یو پیاوړي نظام او دایمي ټیکاو په خاطر خپلو ځواکونو سره مرسته وکړي.

قومي مخور حبیب الرحمان او مدني عبدالقیوم حلیمي وویل:

"موږ ځکه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوو او قربانۍ ستایو، چې دوی زموږ د هېواد پرمختګ ته لاره هواره کړې ده او لدې کبله زیاتې لاسته راوړنې لرو.

۲- موږ باید یو قوي نظام ولرو، خپل پوځیان باید حمایه کړو، نو افغان ځواکونه دې ته اړتیا لري، چې ولسونه ورسره مرسته او همکاري وکړي او د هېواد څخه د دفاع په خاطر د دوی په څنګ کې ودریږي."

بل لوري ته په پکتیکا کې د افغان ځواکونو منسوبین وايي، چې له افغان ځواکونو ولسي ملاتړ سره د دوی روحیه پیاوړې کیږي.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وویل، دا ډول غونډې پر افغان ځواکونو د ولسي ملاتړ څرګندونه کوي او دوی خپلو ولسونو ته ډاډ ورکوي، چې د خپلو سرونو په بیه به د دوی د ارامه ژوند او مال څخه ساتنه وکړي.

د پکتیکا د ارګون اوسیدونکي داسې مهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ غونډه جوړوي، چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان منتخب ولسمشر محمداشرف غني د خپل ټیم د بریا په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، د هېواد سیاسي شرایط نوې بڼه غوره کوي او طالبان د دې سیاسي بهیر برخه ګرځي.

ولسمشر غني زیاته کړه، ژمن دی چې ټول افغانستان ته به سوله راولي، خو طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې د محمد اشرف غني بیا ټاکنه غیر قانوني او د سولې د روانې پروسې له محتوا سره په تضاد کې بللې ده.