خوست کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

خوست کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په اړه غونډه

د فبرورۍ پر ۲۱مه د نورو سیمو په شان په خوست کې هم د یو شمېر روڼ اندو او فرهنګیانو لخوا د فبروري ۲۱مه یا د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

د ناستې ویناوالو وویل، هڅه باید وشي، چې پښتو د سیاست، سوداګرۍ، اقتصاد، بازار او دربار ژبه وګرځي.

دوی له افغان حکومت هم وغوښتل، چې پښتو ته دې، د دې ژبې د ویونکو د سیمو او وګړو د کمیت او څومره والي په تناسبپاملرنه وکړي.

په خوست کې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې د لمانځغونډې ویناوالو، ژبه د هېوادونو د پرمختګ نښه همدارنګه د ملتونو او د هغوی دکلتور د پېژندګلویتر ټولو اړینه وسیله وبلله.

دالمانځ غونډه په خوست کې د ژب ژغورنې د ملي غورځنګ د ولایتي دفترپه بلنه جوړه شوې وه.

د یاد غورځنګ دوو فعالانو انورشاه لټون او داود خان باورمشال راډیو ته وویل، په اوس وخت کې د پښتو ژبې فرهنګیان دې ته متوجه شوي، چې باید پښتو د اقتصاد، کاروبار او سیاست ژبه وګرځي.

د افغانستان رسمي ژبې پښتو او دري دي او په اساسي قانون کې راغلي چې ماشومان بايد خپلې لومړنۍ زده کړې په خپلو مورنیو ژبو وکړي.

د پښتو ژبې استاد محمدجان وقار وایي، په مورنۍ ژبه زده کړه د هر انسان لپاره خاص ارزښت لري، ځکه په مورنۍ ژبه ټول مسایل ښه زده کیدلی او تحلیلیدلی شي.

په ټول کې یو تحلیل دادی، چې د ژبو په پرمختیا او معیاري کولو کې علمي او اکاډمیکې ادارې ډېر رول لري.

خوستی روڼ اندی ضیاء الحق باتورزوي د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت غواړي، چې په نړیوالو پوهنتونونو کې دې د پښتو ژبې دیپارتمنتونو پرانیستلو لپاره هڅې وکړي.

دی زیاتوي، پښتو ژبه غني ادب او فرهنګ لري، نو بایده دي، چې د ادب برخه يې نورو نړیوالو ژبو ته هم وژباړل شي.

مدني فعال رحیم شاه افګار بیا وایي، دولت باید پښتو ته د دې ژبې د سیمو او د وګړو د کمیت او څورمره والي په تناسبپاملرنه وکړي.

دی زیاتوي، په خپله مورنۍ ژبه خبرې او زده کړې د هر کس قانوني حق دی، خو دا حق ټولو نه دی حاصل شوی.

د ملګرو ملتونو سازمان یونسکو ادارې د فبرورۍ یوویشتمه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ اعلان کړې ده.

په لومړی پلا د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ د ۲۰۰۰ز کال د فبرروۍ په ۲۱ مه ولمانځل شوه او له هغه راوروسته هر کال دا ورځ لمانځل کېږي.

په غونډه کې طنزیه شاعر جهانزیب جوهر د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت شعر او ځوان شاعر محمد رحیم سکندر ګډنوالو ته ترنم وړاندې کړ، چې حاضرینو په چکچکو بدرګه کړل.